Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې د سخت ورښت اټکل شوی

کابل (پژواک، ۱۳ تله ۱۴۰۳): د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو راتلو خبر ورکړی دی.

دغه وزارت نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د روانې میاشتې په ۱۳ او ۱۴مه د سالنګونو په ګډون بدخشان، نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، کاپیسا، پنجشېر، بغلان، پروان، کابل، لوګر، پکتیا، خوست او غور ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو راتلو اټکل کړی دی.

سرچینه وایي چې په ځینو ځایونو کې د ورښت اندازه له ۱۵ تر ۴۰ ساتني مترو پورې اټکل شوې ده.

دغه وزارت لیکلي چې د سالنګونو په ګډون د شمال، لوېدیځ، سوېل‌ختیځو، ختیځو او مرکزي ولایتونو کې له خاورو او دوړو سره مل د نسبتاً شدیدو بادونو احتمال هم شته چې سرعت یې په ساعت کې له ۵۰ تر ۸۰ کیلومترو پورې اټکل شوی دی.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.