Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د پاکستان حکومت پر پښتون ژغورنې غورځنګ رسمي بندیز اعلان کړ

د پاکستان حکومت پر پښتون ژغورنې غورځنګ رسمي بندیز اعلان کړ

author avatar
6 Oct 2024 - 16:47
د پاکستان حکومت پر پښتون ژغورنې غورځنګ رسمي بندیز اعلان کړ
author avatar
6 Oct 2024 - 16:47

کابل (پژواک، ۱۵ تله ۱۴۰۳): د پاکستان کورنیو چارو وزارت د یو مکتوب له لارې پر پښتون ژغورنې غورځنګ (پي‌ټي‌اېم) رسمي بندیز اعلان کړ او ویلي يې دي چې «د پښتون ژغورنې غورځنګ د پاکستان کورني امنیت لپاره ګواښ دی.»

د بي‌بي‌سي د راپور له مخې، د پاکستان د کورنیو چارو وزارت له لوري څو رسمي او امنیتي ادارو ته په لېږل شوي مکتوب کې ویل شوي «د پښتون ژغورنې غورځنګ د پاکستان کورني امنیت لپاره ګواښ دی.»

سرچینه زیاتوي، په دې مکتوب کې چې په بېلابېلو رسنيو او ټولنیزو پانو کې خپور شوی راغلي: «د واضحه شواهدو له موندلو وروسته په پښتون ژغورنې غورځنګ بندیز اعلانوي.»

په راپور کې راغلي، د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ادعا کړې چې «پي‌ټي‌اېم د هېواد دښمنانه بیانونو خپرولو کې ښکېله ده.»

خپله د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

په راپور کې راغلي، د پښتون ژرغورنې غورځنګ پر ضد دا رسمي دریځ په داسې حال کې اعلانېږي چې دغه غورځنګ راتلونکي جمعه د «پښتنو قومي عدالت» په نوم لویه جرګه رابللې او وروستۍ چمتووالی ورته نیسي.

سرچينه ليکي، له دې مخکې منظور پښتین او د غورځنګ ګڼو نورو فعالانو بیا بیا ادعا کړې چې د پاکستان حکومت د جرګې پر وړاندې له هرو ممکنه خڼدونو کار اخلي.

په راپور کې راغلي، منظور پښتین له دې وړاندې ګواښ کړی و چې پښتانه به په هر قیمت دا جرګه کوي او د خپل راتلونکي غم به خوري.

د بي‌بي‌سي د راپور له مخې، دوی دا جرګه په خیبر کې راغوښتې ده چې تر دې وړاندې، سلګونه کسان راټول شوي او د جرګې چمتووالی روان دی.

سرچینه زیاتوي، د جرګې تنظمیوونکو او خیبر کې د جرګې ځای ته ورغلو کسانو تېره اونۍ ادعا وکړه چې پاکستاني پولیسو لږ تر لږه درې ځلې پر دوی حمله وکړه او د دوی درولي خیمې یې ویجاړې کړې دي.

د راپورونو له مخې، پښتون ژغورنې غورځنګ (پي‌ټي‌اېم) له ۲۰۱۴ زېږدیز کال راهیسې د مسید ژغورنې تحریک په نامه فعال و او دوی هغه مهال د ځینو کسانو جبري بې‌درکه کولو، په سیمه کې د ماینونو شتوالي او د سیمې له اوسېدونکو سره د پاکستاني پوځیانو ناوړه چلند خلاف لاریونونه کول.

دغه تحریک په د ۲۰۱۸ کال کې په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په نامه وپېژندل شو او د دغه تحریک فعالانو د خپل ۲۶ کلن مشر منظور پښتین په مشرۍ د پاکستان لر او بر کې یو شمېر غونډې او لاریونونه وکړل او پر پاکستاني پوځ یې سختې نیوکې وکړې.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.