کابل (پژواک، ۱۶ تله ۱۴۰۳): د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، د سوري زړه پر ناروغۍ اخته ۱۳ ماشومان یې په کابل کې د درملنې په موخه دوو روغتونونو ته ورپېژندلي دي.
د یاد بنسټ په اېکسپاڼه کې راغلي، د سوري زړه پر ناروغۍ د اخته ماشومانو د معرفي د پروسې په دوام یې یو ځل بیا ۱۳ ماشومان د درملنې په موخه د کابل ښار دوو روغتونونو ته ورپېژندلي دي.
سرچینې څرګنده کړې چې د یادو ماشومانو درملنه او عملیات د افغاني سرې میاشتې ټولنې په مرسته کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP