ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مالیې وزارت: د ځینو کورنیو خصوصي بنسټونو ۸۵۰ میلیونه افغانۍ پور مو ورکړی

مالیې وزارت: د ځینو کورنیو خصوصي بنسټونو ۸۵۰ میلیونه افغانۍ پور مو ورکړی

author avatar
7 Oct 2024 - 14:25
مالیې وزارت: د ځینو کورنیو خصوصي بنسټونو ۸۵۰ میلیونه افغانۍ پور مو ورکړی
author avatar
7 Oct 2024 - 14:25

کابل (پژواک، ۱۶ تله ۱۴۰۳): د مالیې وزارت وایي چې له تېرې ادارې پر نظام د یو شمېر کورنیو خصوصي بنسټونو د پاتې پورونو ۸۵۰ میلیونه افغانۍ یې ورکړې دي.

د مالیې وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د اسلامي امارت رهبرۍ له پرېکړې سره سم له تېرې ادارې پر نظام باندې د یو شمېر کورنیو خصوصي قراردادي لوجستیکي شرکتونو او اشخاصو د پاتې طلباتو، تضمیناتو او تامیناتو د ورکړې پروسې له پیلولو راوروسته تر اوسه د ۳۵ ادارو طلبات، تضمینات او تامینات تثبیت او تایید شوي دي.

سرچینې زیاته کړې: «مالیې وزارت د ثبیت شوو ادارو له ډلې د ۲۱ هغو ادارو چې د خپلو حوالو راپور یې له مالیې وزارت سره شریک کړی، له تطبیقاتو وروسته یې په ۱۴۰۲ کال کې د طلباتو ۱۰ سلنه او په روان ۱۴۰۳ کال کې یې ۱۵ سلنه برخه چې په ټولیزه توګه ۸۵۰ میلیونه افغانۍ کېږي، ورکړل شوې دي.»

سرچینې ویلي چې اوسمهال د ادارو د طلباتو، تضمیناتو او تامیناتو د تثبیت او اجرا پروسه په عادي ډول روانه ده او هغه ادارې چې تثبیت شوې دي، له مالیې وزارت سره د خپلو حوالو د راپور له شریکولو وروسته یې د طلباتو، تضمیناتو او تامیناتو ۱۵ سلنه برخه ورکول کېږي.

مالیې وزارت ویلي، اسلامي امارت کلک هوډ لري چې له تېرې ادارې پر نظام پاتې ټول پورونه ورکړي څو بېلابېل کورني خصوصي بنسټونه هم له مالي اړخه پیاوړي شي او نظام هم د هیڅ کوم لوري پوروړی پاتې نه شي.

خو سرچینې پر تېر نظام د پاتې پورونو د اندازې په اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې وږي میاشتې په ۲۶مه هم مالیې وزارت ویلي وو چې له تېر حکومته پر نظام د یو شمېر نړۍوالو بنسټونو له پاتې پورونو یې دوه عشاریه اووه میلیارده افغانۍ ورکړې دي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.