ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې دوو ښوونځیو ته ودانۍ جوړې شوې

غزني کې دوو ښوونځیو ته ودانۍ جوړې شوې

زني ښار (پژواک، ۱۶ تله ۱۴۰۳): د غزني ولایت په دوو ولسوالیو کې د لس میلیون افغانیو په لګښت دوو ښوونځیو ته ودانۍ جوړې شوې.

د غزني پوهنې رییس مولوي نصیراحمد حسیني پژواک خبري اژانس ته وویل چې په جاغوري ولسوالۍ کې د کاریز پاتو ښوونځي ته او په ده یک ولسوالۍ کې د نسوان رباط ښوونځي ته ودانۍ جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

هغه وویل چې د یادو ودانیو پر جوړولو لس میلیونه افغانۍ لګول شوې چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق له لوري ورکول شوي دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، دغه ښوونځي درسي خونې، ادارې خونې، د څښاک اوبو سیسټم، د احاطې دېوالونه او نور اړین ملحقات لري چې د جوړولو چارې یې په شپږو میاشتو کې ترسره شوې دي.

ده وویل چې د دغو ودانیو په جوړېدو سره سلګونو هلکانو او نجونو ته د زده‌کړو خوندي چاپیریال برابر شو.

بل لورته، خلک هم د دغو ودانیو جوړېدو ته خوښ دي.

د جاغوري ولسوالۍ یوه قومي مشر فرهاد اخلاصي پژواک ته وویل چې د دوی په سیمه کې ښوونځي ودانۍ نه درلوده او زده‌کوونکي له ستونزو سره مخ وو.

هغه وویل، د یونیسف په مالي ملاتړ دوی په سیمه کې ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه چې ورسره زده‌کوونکو د زده‌کړو لپاره اسانتیاوې برابرې شوې.

دا په داسې حال کې ده چې یوه اونۍ مخکې هم د غزني په مقر ولسوالۍ کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ په صندوق په مالي همکارۍ دوو ښوونځیو ته ودانۍ جوړې او ګتې اخیستنې ته وسپارل شوې.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.