ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

میدان‌وردګو کې د ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه او دوه نور ټپیان شوي

میدان‌وردګو کې د ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه او دوه نور ټپیان شوي

میدان ښار (پژواک، ۲۱ تله ۱۴۰۳): د میدان‌‌وردګو امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په مرکز کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه او دوه نور ټپیان شوي دي.

د میدان‌وردګو امنیې قوماندانۍ ویاند محمدیوسف اسرار پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه پرون ناوخته د میدان‌ښار اړوند د کابل – کندهار پر لویه لار د کرنې لېسې ته څېرمه د یوه سراچه او مازدا موټرو ترمنځ شوې ده.

هغه وایي چې په پېښه کې یوه وړه نجلۍ او یوه ښځه مړې شوې او یو سړی او یوه ښځه ټپیان دي.

دی وایي، ټپیان روغتیایي مرکز ته لېږدول شوي دي.

دا په داسې کې ده چې پرون هم د میدان‌وردګو په سیداباد ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله لسو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې وه.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.