ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«کونړ سیند» کلنۍ مشاعره ترسره شوه

«کونړ سیند» کلنۍ مشاعره ترسره شوه

author avatar
16 Oct 2024 - 17:04
«کونړ سیند» کلنۍ مشاعره ترسره شوه
author avatar
16 Oct 2024 - 17:04

اسعداباد (پژواک، ۲۵ تله ۱۴۰۳): د کونړ ولایت په مرکز اسعد‌اباد ښار کې د «کونړ سیند» کلنۍ مشاعر جوړه شوه او سیمه‌ییزو چارواکو له شاعرانو او لیکوالو وغوښتل چې د خپلو شعرونو او لیکنو له لارې خلک یووالي ته راوبولي.

دغه مشاعره د کونړ ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لورې جوړه شوې چې لسګونو شاعرانو او لیکوالو په کې ګډون کړی و.

د کونړ ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي نجیب‌الله حنیف په دغه غونډه کې له شاعرانو وغوښتل چې د یووالي او اسلامي نظام د پاېښت لپاره شعرونه ووایي.

‎ د کونړ مرستیال والي مولوي عبدالله حقاني هم په دغه غونده کې وویل، لیکوال، شاعران او ادیبان باید په خپله نرمه او خوږه ژبه خلک یووالي، سولې او پرمختګ را وبولي.

هغه زیاته کړه، حکومت پلان لري چې د کونړ سیند اوبه مهار او د کونړیانو او هېوادوالو ارمان پوره کړي.

هغه له شاعرانو غوښتنه وکړه چې په دې حساسو شرایطو کې هڅه وکړي چې د هېواد هر اړخیز پرمختګ او خپلو ملي او اسلامي  ګټو ساتنې ته ډېره پاملرنه وکړي.

کاتب شا کاتب د شعر په ژبه له حکومته وغوښتل چې د کونړ سیند اوبه مهار او د هېوادوالو له غوښتنو سره سم لوی برېښنا کوټ پرې جوړ کړي.

د یادې مشاعرې یو بل ګډونوال شیرزمان صادق بیا په هېواد کې د سولې او ثبات د ټینګښت په اړه شعرونه وویل چې د خلکو لخوا یي تود هرکلی وشو.

د یادونې ده د کونړ سیند مشاعره هر کال په اسعداباد کې جوړېږي چې دا ځل له دوه کلن ځنډ وروسته یوځل بیا د سلګونو ګډونوالو، شاعرانو، ادیبانو او فرهنګیانو په ګډون ترسره شوه.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.