کابل (پژواک، ۲۵ تله ۱۴۰۳): ستره محکمه وایي، څلورو مجرمینو ته په لغمان او دوو تورنو کسانو ته په خوست کې په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
د سترې محکمې په خبرپاڼه کې راغلي، د لغمان ولایت د مرافعه محکمې اړوند ښاري ابتدائيه محکمې د جزا او عامه امنيت دېوانونو د پرېکړو له مخې، يو کس ته د غلا په تور، د دوو ښځو په ګډون درېيو مجرمينو ته د نامشروع اړيکو او له کوره د تېښتې په جرم په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
سرچينې لیکلي، يادو دېوانونو يو متهم پر دوه کاله تنفيذي بند او ۳۰ دُرو تعزیري سزا، لومړۍ مجرمه پر درې کاله تنفيذي بند او ۳۹ دُرو تعزیري سزا، دويمه مجرمه پر شپږ میاشتې تنفيذي بند او ۳۹ دُرو تعزیري سزا او درېيم مجرم پر درې کاله تنفيذي بند او ۳۹ دُرو تعزیري سزا محکوم کړی و.
سترې محکمې دغهراز لیکلي، د خوست ولایت د تڼيو ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې د پرېکړې په اساس دوو کسانو ته چې پر لواطت تورن وو، په محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، ابتدائیه محکمې د متهمينو له ډلې یو متهم پر څلور کاله تنفیذي بند او ۳۰ دُرو تعزیري سزا او دويم متهم په درې کاله تنفیذي بند او ۳۰ دُرو تعزیري سزا محکوم کړی و چې ياد حکم د سترې محکمې د عالي مقام له تائید وروسته پر متهمينو پلی شو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP