کابل (پژواک، ۲۶ تله ۱۴۰۳): د اسلامي امارت ویاند وايي چې په افغانستان کې نوی بس موټر تولید شو او له دغه بسه به په هېواد کې د ښاري خدماتو لپاره کار واخیستل شي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې په افغانستان کې نوی بس موټر تولید شو.
مجاهد زیاته کړې له دغه بسه به په ښاري خدماتو کې کار واخیستل شي.
دی زیاتوي: «الحمدالله دا د افغانستان کورنی تولید دی چې ډېر ژر به یې په اړه افتتاحیه مراسم هم ترسره شي.»
مجاهد د دغه بس تولید د افغانستان د پر ځان بسیاینې او پرمختګ پر لور ګام بللی دی.
د اسلامي امارت ویاند د یاد بس په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن