ژبه

پوتین: د سولې خبرې باید د روسیې، اوکراین او اروپا پر امنیتي تضمینونو متمرکزې وي

سهراب سروري

۱ لړم ۱۴۰۵ - ۱۰:۴۴

۱۴ کتنې

کابل (پژواک) – د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي چې د اوکراین د جګړې د حل لپاره راتلونکې خبرې باید د روسیې او اوکراین د امنیت د تضمین او همدارنګه د اروپا د امنیتي چوکاټ پر موضوع متمرکزې وي.

رویټرز راپور ورکړی چې پوتین دغه څرګندونې پرون (پنج‌شنبه) د روسیې له دولتي ټلوېزیون سره په خبرو کې، د امریکا له ځانګړي استازي سټیو وېټکاف سره تر لیدنې یوه ورځ وروسته کړې دي.

پوتین ویلي چې روسیه چمتو ده راتلونکې میاشت له اوکراین سره د امریکا په منځګړیتوب خبرې بېرته پیل کړي.

د هغه په وینا، د دغو خبرو موخه باید داسې سولې تړون ته رسېدل وي چې د دواړو هېوادونو امنیت تضمین کړي، نه دا چې یوازې د لنډې مودې لپاره لنډمهالی اوربند وشي.

پوتین ویلي چې وېټکاف هم ټینګار کړی چې خبرې باید د اروپا امنیتي چوکاټ ته وغځول شي او دی له دې موضوع سره موافق دی.

بلخوا، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلېنسکي، چې د سې‌شنبې په ورځ یې په ناروې کې له وېټکاف سره لیدلي، ویلي چې هېواد یې خبرو ته چمتو دی او ښايي دا خبرې د راتلونکې میاشتې تر لومړیو پورې ترسره شي.

زلېنسکي زیاته کړې چې اوکراین د اوربند، جګړې پای ته رسولو، د انرژۍ برخه کې د اوربند او بشري نوښتونو له هر ډول وړاندیز ملاتړ کوي.

د راپور له مخې، د خبرو د پرمختګ لپاره د امریکا په مشرۍ هڅې د فبرورۍ په میاشت کې وروسته له هغې ودرېدې چې د امریکا او اسرائیلو جګړه له ایران سره پیل شوه.

د راپور له مخې، د اوکراین په ختیځ کې د سیمو پر سر اختلاف د روسیې او اوکراین ترمنځ د خبرو له مهمو لانجمنو موضوعاتو څخه دی. روسیه غواړي د اوکراین په ختیځ کې د دونباس ټوله سیمه ورته وسپارل شي، خو کییف د هغو سیمو له سپارلو سره مخالفت کوي چې اوس یې په کنټرول کې دي.

پوتین ویلي چې د اوکراین په ختیځ کې د سیمو په اړه هر ډول خبرې باید هغه څه په پام کې ونیسي چې نوموړي «د روسیې تاریخي خاوره» بللې ده.

هغه دا ادعا هم کړې چې د دغو سیمو اوسېدونکو د روسیې د یرغل له پیل اووه میاشتې وروسته په ترسره شویو ټولپوښتنو کې له روسیې سره د یوځای کېدو په ګټه رایه ورکړې وه.