ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېرو نهو میاشتو کې د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ کچه څه باندې دوه میلیارد ډالرو ته رسېدلې

تېرو نهو میاشتو کې د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ کچه څه باندې دوه میلیارد ډالرو ته رسېدلې

author avatar
17 Oct 2024 - 16:02
تېرو نهو میاشتو کې د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ کچه څه باندې دوه میلیارد ډالرو ته رسېدلې
آرشیف
author avatar
17 Oct 2024 - 16:02

کابل (پژواک، ۲۶ تله ۱۴۰۳): د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي چې د روان میلادي کال په تېرو نهو میاشتو کې له ایران سره د سوداګرۍ کچه څه باندې دوه میلیارد امریکايي ډالرو ته رسېدلې ده.

د دغه وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد په یوه ویډیو کلېپ کې ویلي: «د ۲۰۲۴ کال په تېرو ۹ میاشتو کې له ایران سره زموږ د صادراتو او وارداتو کچه دوه میلیارده او ۱۹۴ میلیون ډالرو ته رسېدلې ده.»

هغه ویلي چې له دې ډلې د ۳۸ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات، د دوه میلیارده او ۱۵۶ میلیون ډالرو په ارزښت واردات شوي دي.

د هغه په خبره، ایران ته صادر شوي توکي معدنې ډبرې، ممیز، سرب، نوشابې او د کنځلو دانې دي خو هېواد ته وارد شوي توکي ډېزل او پټرول، د فابریکو خام توکي، ګاز، سمنټ او داسې نور دي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.