Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د بلخ برېښناکوټ فابریکې تېر کال څه باندې ۳۵ زره ټنه کیمیاوي سره تولید کړې

مزارشریف (پژواک، ۳۰ تله ۱۴۰۳): د بلخ ولایت برېښناکوټ (کود و برق) فابریکې مسوولین وایي چې دې فابریکې تېر کال ۳۵ زره او ۲۱۹ ټنه کیمیاوي سره تولید کړې ده.

د برېښناکوټ فابریکې رییس نصرالله خالقداد پژواک خبري اژانس ته وویل، دې فابریکې په تېر ۱۴۰۲ کال کې ۳۵ زره او ۲۱۹ ټنه کیمیاوي سره چې څه باندې ۷۰۰ زره بورۍ کېږي، تولید کړې ده چې له دې اړخه د هېواد شاوخوا لس سلنه اړتیا پوره کوي.

هغه زیاته کړه، یاده فابریکه پر دې سربېره هر کال ۳۳۰ زره کیلوواټه برېښنا، اکسېجن، نایتروجن، امونیا، کاربن دای اکساید، مقطرې اوبه او سپینه چونه هم تولیدوي.

د خالقداد په خبره چې د دې فابریکې د تولیداتو پلور له درکه یې تېر کال شاوخوا ۸۵۰ میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه کړي او د ظرفیت په لوړېدو به یې عواید نور هم ډېر شي.

هغه دغه راز وویل، یاده دولتي فابریکه ۱۳۰۰ کارکوونکي لري او د فابریکې د ګاز کلنۍ اړتیا ۱۲۵ میلیونه مترمکعب د افغانستان جوزجان ولایت له کانونو پوره کېږي.

بلخوا، یو شمېر کروندګر د دې ترڅنګ چې په بازار کې د کیمیاوي سرې بیې له لوړوالي شکایت کوي او وايي چې د یادې فابریکې د تولید ظرفیت دې لوړ شي.

د چهاربولک ولسوالۍ یوه کروندګر الله‌ګل وویل، په بازار کې د کیمیاوي سرې بیه د تېرو کلونو په پرتله شاوخوا درې برابره لوړه شوې ده.

هغه زیاته کړه چې درې کاله مخکې یوه بورۍ کیماوي سره شاوخوا ۱۱۰۰ افغانۍ وه خو اوس یې بیه ان ۴ زره افغانیو ته رسېدلې ده.

جان‌محمد یو بل کروندګر هم د کیماوي سرې بیې له لوړېدو شکایت کوي او د دې فابریکې له مسوولینو غواړي چې د فابریکې د ظرفیت لوړولو سربېره دې د کیماوي سرې بیه ټیټه کړي.

هغه زیاتوي که د فابریکې د تولید ظرفیت لوړ شي، خلکو ته به د کار پیدا کېدو ترڅنګ د سرې بیه هم ټيټه شي.

د معلوماتو له مخې، افغانستان هر کال څه باندې درې سوه زره ټنه کیمیاوي سرې ته اړتیا لري خو د تولید لپاره يې په ټول هېواد کې یوازې يوه دولتي فابریکه فعاله ده.

د برېښناکوټ دغه فابریکه چې د کیمیاوي سرې، برېښنا او اکسېجن د تولید برخو کې فعالیت کوي نږدې ۵٠ کاله مخکې د سردار محمدداود خان واکمنۍ پر مهال د روسيې هېواد په مرسته جوړه شوې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.