کابل (پژواک، ۳۰ تله ۱۴۰۳): د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د خصوصي ښوونځیو اتحادیې له استازو سره په لېدنه کې ویلي، ا.ا په هېواد کې له خصوصي سکتور ملاتړ کوي او ډاډ یې ورکړی چۍ د خصوصي ښوونځیو پر وړاندې شته ستونزې به د حل په موخه له اړوندو ادارو سره شریکې شي.
د ریاست الوزراء سیاسي معاونیت په خبرپاڼه کې راغلي، د د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن د افغانستان د خصوصي ښوونځیو د اتحادیې د رئیس قاضي غلام سخي په مشرۍ د کابل ولایت د خصوصي ښوونځيو د اتحادیې له مسوولینو سره وکتل.
د خصوصي ښوونځیو مسوولینو په دغه لېدنه کې ویلي، دا مهال په افغانستان کې ۳۷۵۰ خصوصي ښوونځي فعالیت لري، چې څه باندې یو نیم میلیون زده کوونکي پکې په زده په کړو بوخت دي.
دوی وویلي، خصوصي ښوونځي د اسلامي امارت تر چتر لاندې د پوهنې له وزارت سره اوږه پر اوږه ولاړ او له سیاسي موخو پرته د هېواد د بچیانو د روزنې مسوولیت پر غاړه لري.
خبرپاڼه کې راغلي، د یادې اتحادیې مسوولینو د خصوصي ښوونځيو اړوند ستونزې او وړاندیزونه هم د ریاست الوزراء له سیاسي مرستیال سره شریک کړل.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ویلي، اسلامي امارت په هېواد کې د خصوصي سکتور ملاتړ کوي.
سیاسي مرستیال ډاډ ورکړی چې د خصوصي ښوونځیو پر وړاندې شته ستونزې به د حل په موخه له اړوندو ادارو سره شریکې شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP