غزني ښار (پژواک، ۲ لړم ۱۴۰۳): د غزني ولایت په مرکز کې د ۸،۵ میلیون افغانیو په لګښت د یوه سړک د قیرکولو چارې پیل شوې.
د دې موضوع په اړه جوړې شوې غونډې ته د غزني ښاروال مولوي محمدنبي حمزه وویل چې د ۸،۵ میلیون افغانیو په لګښت د لومړۍ ناحیې اړوند د روضې سیمه کې د ۶۰۰ متره سړک د قیرکولو چارې پيل شوې.
هغه وايي چې دغه سړک د درېيو میاشتو په موده قیر کېږي او لګښت یې د نړۍوال بانک له لوري ورکول کېږي.
د نوموړي په وینا، د دغه سړک د جوړولو پرمهال به هره ورځ لسګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شي.
بل لورته، د سیمې اوسېدونکي هم د دغه سړک جوړېدو ته خوښ دي.
د روضې سیمې یوه قومي مشر خان محمد پژواک ته وویل چې دغه سړک تر اوسه خام و او خلک له ګڼو ستونزو سره مخ وو.
ده وویل چې دغه سړک د غزني له مهمو سړکونو څخه دی او نن یې د قیر کولو چارې پيل شوې.
نوموړی وايي چې پر دغه سړک هره ورځ سلګونه کسان او موټر تګ راتګ کوي، باید د جوړولو لپاره یې اقدام شوی وای.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې هم د غزني د ملکي روغتون سړک د جوړولو چارې پيل شوې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP