غزنيښار (پژواک، ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۵): د غزني ولایت په ګیرو ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیون افغانیو په لګښت د یوه ۵۰ بستریز روغتون جوړولو چارې پیل شوې چې د چارواکو په وينا، په جوړېدو سره به يې د سیمې د اوسېدونکو روغتیايي ستونزې تر ډېره راکمې شي.
د دغه روغتون د بنسټ ډبره پرون د يو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې کېښودل شوه.
د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري معین قاري عبدالولي صدیقي د يادو مراسمو پر مهال وويل چې د هېواد په کچه د روغتیايي بنسټونو پراختیا د اسلامي امارت له مهمو لومړیتوبونو ده.
هغه زیاته کړه، په ټول هېواد کې د ۳۱۸ روغتیايي مرکزونو جوړولو پلان شته او د ۶۱ روغتیايي مرکزونو اداري مراحل بشپړ شوي چې د روان کال په ترڅ کې به یې د جوړولو چارې پیل شي.
د نوموړي په خبره، د ګیرو ولسوالۍ نوی روغتون به د روغتیايي خدمتونو د پراختیا او د ناروغانو د ستونزو په کمولو کې مهم رول ولوبوي.
د غزني د عامې روغتیا رییس ډاکټر رسولخان نظري وویل، یاد ۵۰ بستریز روغتون به د ۱۸ میاشتو په موده کې په معیاري ډول جوړ شي.
هغه زياته کړه، په دغه روغتون کې به روغتیايي ودانۍ، جومات، پارکینګ، د لمریزې برېښنا سیسټم او نور اړین خدماتي تاسیسات جوړ شي.
د نظري په خبره، د روغتون په چوکاټ کې به ۴۵ داخلي، عاجلې او خدماتي خونې هم جوړې شي چې د سیمې خلکو ته به د درملنې اسانتیاوې برابرې او نورو سیمو او ولایتي روغتونونو ته به د ناروغانو د تګ اړتیا راکمه کړي.
د نوموړي په خبره، د دې پروژې ټولیز لګښت ۶۴ میلیون افغانۍ دی چې د عامې روغتیا وزارت له داخلي بودجې تمویلېږي.
هغه وویل، د روان کال په اوږدو کې به د غزني په اجرستان، ناوه، اببند او اندړو ولسوالیو کې هم د ورته روغتیايي مرکزونو جوړولو چارې پیل شي.
بلخوا، د سیمې قومي مشرانو د دې پروژې هرکلی کړی او وایي چې د ګیرو ولسوالۍ اوسېدونکي له کلونو راهیسې د روغتیايي خدمتونو د کمښت له ستونزو سره مخ وو.
یوه قومي مشر محمدنبي وویل، د روغتون په جوړېدو سره به د خلکو د درملنې ستونزې راکمې او ناروغانو ته به پر وخت روغتیايي خدمات وړاندې شي.
یو بل قومي مشر شاهګل خان هم وویل چې د روغتون نشتوالي له امله خلک د درملنې لپاره لرو سیمو ته تګ ته اړ وو، خو نوی روغتون به د زرګونو کورنیو یوه مهمه اړتیا پوره کړي.
همدارنګه، د غیاث په نوم یوه موټروان پژواک ته وویل چې د روغتیايي اسانتیاوو نشتوالي له امله به ډېر ناروغان، په ځانګړي ډول ولادي او عاجل ناروغان ښارونو ته لېږدول کېدل او ځینو به د لارې په اوږدو کې ژوند له لاسه ورکاوه.
هغه هیله وښوده چې د نوي روغتون په جوړېدو سره به د ورته پېښو مخه تر ډېره ونیول شي.
ګیرو د غزني له لرو پرتو ولسوالیو ده چې اوسېدونکي یې له کلونو راهیسې د روغتیايي خدمتونو له کمښت سره مخ دي.