ژبه

د ټاپي پروژې د هرات فاز ساختماني چارې نږدې ۵۲ سلنه پرمختګ لري

هجرت‌الله کاکړ

۱۹ غبرګولی ۱۴۰۵ - ۱۰:۵۷

Views: ۱

کابل (پژواک، ۱۹ غبرګولی ۱۴۰۵): د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، د ټاپي پروژې د هرات فاز ساختماني چارو نږدې ۵۲ سلنه پرمختګ کړی او تر دې دمه ۸۰ کیلومتره نل‌لیکه غځول شوې ده.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د ټاپي پروژې د هرات فاز ساختماني چارو نږدې ۵۲ سلنه پرمختګ کړی او تر دې دمه ۸۰ کیلومتره نل‌لیکه غځول شوې ده.

هغه زیاته کړې چې د نل‌لیکې لپاره شاوخوا ۱۲۶ کیلومتره مسیر یا دهلېز چمتو شوی، ترڅنګ یې ۱۰۸ کیلومتره نښلوونکی او نظارتي سړک هم جوړ شوی دی.

د همایون د معلوماتو له مخې، د نل‌لیکې غځولو لپاره د ۵۱ کیلومترو په اوږدوالي جرکیندنه شوې او ۳۶.۳ کیلومتره نل تر ځمکې لاندې خښ شوی دی.

سرچینه دغه‌راز کاږي چې تر دې دمه ۷۲،۳ کیلومتره پایپونه د پروژې ساحې ته رالېږدول شوي دي.

ټاپي د ګاز هغه نل‌لیکه ده چې له ترکمنستانه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته غځول کېږي.