ژبه

په غزني کې د ۳۰۹ میلیونه افغانیو په لګښت تر ځمکې لاندې سوداګریز مارکېټ جوړېږي

واحد الله جمعه زاده

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ - ۱۵:۳۸

Views: ۱۴

غزني ښار (پژواک، ۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵): د غزني ښاروالۍ له خوا د دغه ولایت په مرکز کې د ۳۰۹ میلیونه افغانیو په ارزښت تر ځمکې لاندې د یوه لوی او معیاري سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې.

د غزني ښاروال ابو محمد ثابت نن په دې اړه جوړه شوې غونډه کې وویل چې د «سلطان محمود غزنوي» په نوم دغه سوداګریز مارکېټ د ښار د پراختیا، اقتصادي ودې او ښاري نظم د پیاوړتیا لپاره یوه مهمه پروژه ده چې د ښار په مرکزي برخه کې به جوړه شي.

هغه وویل، یاد سوداګریز مارکېټ به د غزني ښار د فرخي څلورلارې څخه تر کلاسبز څلورلارې پورې د سړک دواړو غاړو ته تر ځمکې لاندې د خصوصي سکټور په ۴۰۰ میلیونه افغانیو پانګونې جوړ شي او له بشپړېدو وروسته به سلګونو کسانو ته د کار او پانګونې زمینه برابره کړي.

د نوموړي په خبره، د دې پروژې له مخې به ټولټال شاوخوا ۷۰۰ سوداګریز دوکانونه جوړ شي او د ښار سوداګرو ته به معیاري او منظم کاري چاپېریال برابر کړي.

هغه زیاته کړه، په دغه مارکېټ کې له جومات، هوټلونو، د ساتونکو خونو او بانکونو نیولې تر نورو ټولو اړینو اسانتیاوو پورې په پام کې نیول شوې دي.

د هغه په وینا، د پروژې د پلي کېدو پر مهال او له بشپړېدو وروسته به ګڼ شمېر کسانو ته په مستقیم او غیرمستقیم ډول د کار فرصتونه رامنځته شي.

ښاروال وویل، دغه مارکېټ د هېواد په کچه له مهمو او نوښتګرو ښاري پروژو څخه شمېرل کېږي، ځکه د سوداګریزو فعالیتونو لپاره به تر ځمکې لاندې ځانګړی ځای برابر کړي او ورسره به د ښار په مرکزي سیمو کې د ترافیکي ګڼې ګوڼې او نورو ښاري ستونزو په کمولو کې هم مرسته وکړي.

هغه هیله څرګنده کړه چې د غزني دغه نوې سوداګریزه پروژه به د ښار اقتصادي فعالیتونو ته وده ورکړي، د سوداګرو لپاره به مناسب کاري چاپېریال رامنځته کړي او د ښار په مرکزي سیمو کې به د ترافیکي ګڼې ګوڼې او بې‌نظمۍ په کمولو کې اغېزناک رول ولوبوي.

بلخوا، د منیر کاروان خصوصي شرکت یوه انجنیر احمد افغان وویل، دا پروژه به د دوو کلونو په موده کې بشپړه شي او شاوخوا څلور زره کسانو ته به په مستقیم او غیرمستقیم ډول د کار زمینه برابره کړي.

نوموړي وویل، دغه بازار به تر ځمکې لاندې په دوو پوړونو کې له ټولو اړینو اسانتیاوو سره جوړ شي او د ده په وینا، په ټول افغانستان کې به تر ځمکې لاندې تر ټولو لویه سوداګریزه پروژه وي.

هغه زیاته کړه چې د مارکېټ د جوړولو چارې به په لوړ کیفیت او معیاري ډول ترسره شي.

د غزني ښار یوه قومي مشر، حاجي موسی سعادت پژواک ته وویل چې اوس مهال د ښار په مرکزي سیمو کې د ترافیکي ګڼې ګوڼې او بې‌نظمۍ ستونزې موجودې دي، خو دا پروژه کولای شي د سوداګریزو فعالیتونو د تنظیم ترڅنګ د ښاري نظم په ټینګښت کې هم مهم رول ولوبوي.