کابل (پژواک، ۳ لړم ۱۴۰۳): د ځوانانو اسیا جام شلاووریزو سیالیو په لړ کې د افغانستان الف (افغان ابدالیان) لوبډله سبا د هند له الف لوبډلې سره نیمه پایلوبه ترسره کوي.
د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې په ګډون د اتو هېوادونو ترمنځ د ځوانانو «ایمرجېنګ» آسیا جام شلاووریزې سیالۍ د روانې اکتوبر میاشتې په ۱۸مه په عمان کې پیل شوې.
په دغو سیالیو کې لوبدلې پر دوو ګروپونو وېشل شوې چې په A ګروپ کې افغانستان، سریلانکا، بنګلهدېش او هانګکانګ او په B ګروپ کې د هند، پاکستان، عربي متحده اماراتو او عمان لوبډلې شاملې وې.
همدارنګه په دغو سیالیو کې افغانستان په خپل ګروپ کې سریلانکا، بنګلهدېش ته یې ماتې ورکړه او له هانګکانګ څخه یې ماتې وخوړه، خو افغان لوبډلې په دوو بریاوو سره د دغو سیالیو نیمه پایلوبې ته لار ومونده.
په دغو سیالیو کې د افغانستان ترڅنګ هند، سریلانکا او د پاکستان الف لوبډلو هم نیمه پایلوبې ته لار پیدا کړې ده.
د کرکټ اسیایي شورا پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې د ځوانانو اسیا جام سیالیو کې به لومړۍ نیمه پایلوبه د پاکستان او سریلانکا او دویمه نیمه پایلوبه به بیا د افغانستان او هند الف لوبډلو ترمنځ ترسره شي.
د افغانستان او هند ترمنځ لوبه به سبا ماښام شپږ بجې ترسره شي.
د یادونې ده، د دغو سیالیو پایلوبه به د روانې اکتوبر میاشتې په ۲۷مه ترسره شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP