پلعلم (پژواک، ۶ تله ۱۴۰۳): د لوګر چارواکي وایي چې د کورنیو چارو وزارت د شاوخوا ۳۰ میلیون افغانیو په لګښت د دغه ولایت څرخ ولسوالۍ ته د برېښنا مزو غځولو عملي چارې پیل شوې.
په دې اړه جوړو شوو مراسمو ته د لوګر د څرخ ولسوال مولوي میرمحمد هاشم وویل، د کورنیو چارو وزارت په مالي لګښت څرخ ولسوالۍ ته د برېښنا رسولو پروژه عملا پيل شوه چې په راتلوونکو لسو میاشتو کې به بشپړه شي.
حزبالله زیاته کړه، په لومړي سر کې به دغه برېښنا د څرخ ولسوالۍ او امنیه قوماندانۍ ته ورکړل شي او له هغې وروسته به د برېښنا ریاست له لوري عامو خلکو ته هم ووېشل شي.
هغه همدارنګه څرخ ولسوالۍ ته د برېښنا رسولو پروژه مهمه وبلله او له ولسي وګړو یې وغوښتل چې د دغې پروژې په بشپړېدو کې له برېښنا ریاست سره بشپړه همکاري وکړي.
د څرخ ولسوالۍ یوه اوسېدونکي رحمتالله پژواک ته وویل، خوښ دی چې دې ولسوالۍ ته د برېښنا مزو غځولو عملي چارې پيل شوې، خو ټينګار کوي چې د ولسوالۍ او امنیه قوماندانۍ سربیره دې عامو خلکو ته هم ووېشل شي.
نوموړي زیاته کړه، له تېرو اتو کلونو راهیسې لوګر ولایت ته د ازبکستان وارداتي برېښنا غځول شوې خو له مرکز پلعلم پرته نور هیڅ ولسوالۍ ته نه ده ورکړل شوې او خلک له پراخو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
د یادونې ده، د ازبکستان وارداتي برېښنا اوس مهال مرکز پلعلم ښار کې شاوخوا ۱۰ زره مشتریانو ته، د محمداغې ولسوالۍ د پولیسو ۳۳۳ ځانګړې قطعې او برهکيبرک ولسوالۍ مقام او امنیه قوماندانۍ ته وېشل شوې ده.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن