ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«نړۍوال کلتوري سازمانونه دې د افغانستان فرهنګي ارزښتونو خوندیتوب کې همکاري وکړي»

«نړۍوال کلتوري سازمانونه دې د افغانستان فرهنګي ارزښتونو خوندیتوب کې همکاري وکړي»

author avatar
28 Oct 2024 - 12:26
«نړۍوال کلتوري سازمانونه دې د افغانستان فرهنګي ارزښتونو خوندیتوب کې همکاري وکړي»
author avatar
28 Oct 2024 - 12:26

کابل (پژواک، ۷ لړم ۱۴۰۳): د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنر او کلتور مرستیال د چین له سفیر سره په لیدنه کې ویلي، نړۍوال کلتوري سازمانونه او هېوادونه دې د افغانستان فرهنګي ارزښتونو خوندیتوب کې همکاري وکړي.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري نن په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت د هنر او کلتور مرستیال مولوي عتیق‌الله عزیزي کابل کې د چین له سفیر ژاو شینګ سره ولیدل او د دواړو هېوادونو ترمنځ د کلتوري اړیکو او تاریخي ابداتو د استحکام په اړه یې خبرې وکړې.

عزیزي ویلي، افغانستان او چین ګڼ تاریخي او کلتوري مشترکات لري چې د هغو تاریخي اقدارو ساتنه او خوندیتوب د دواړو هېوادونو مکلفیت جوړوي.

هغه زیاته کړې: «د مس عینک سیمه کې هم اقتصادي زېرمې لرو او هم تاریخي شتمنۍ، له نېکه مرغه د دواړو هېوادونو د چارواکو په مرسته نوموړې پروژه په مناسب ډول مدیریت او دواړو برخو ته د حل لار برابره شوه.»

د نوموړي په خبره، د اسلامي امارت په راتګ سره د تاریخي اثارو د قاچاق، ناقانونه کيندنو او غصب په جدي ډول مخنیوی شوی او د دې وخت رارسېدلی چې نړۍوال کلتوري سازمانونه او هېوادونه د افغانستان د کلتوري ارزښتونو په خوندیتوب کې همکاري وکړي.

خبرپاڼه کاږي، د چین سفیر وویل، هېواد یې د ګډو کلتوري مشترکاتو درلودو له امله د افغانستان د تاریخي ابدو او کلتوري اثارو خوندیتوب او استحکام برخو کې لېوالتیا لري او هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

هغه ویلي، د چیني اېم‌سي‌سي کمپنۍ او د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت د پلان له مخې به د راتلونکي کال په لومړیو میاشتو کې د مسو د استخراج پروسه عملاً پیل شي او هلته د شته تاریخي اثارو ساتنه د دواړو هېوادونو ګډ مکلفیت دی.

د چین سفیر زیاتوي، ولسمشر شي جین پينګ ورته هدایت کړی چې د مس عینک سیمې تاریخي اثارو د ساتنې برخه کې خاصه پاملرنه وکړي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.