غزني ښار (پژواک، ۹ لړم ۱۴۰۳): د غزني ښار د درېیمی ناحیې په مربوطاتو کې د ۱۶ میلیونه افغانیو په لګښټ د یوه سړک جوړولو چارې پيل شوې.
د غزني ښاروال مولوي محمدنبي حمزه نن په دې اړه جوړه شوې غونډه کې وویل چې دغه سړک ۱۲ سوه متر اوږدوالی لري او د درېیمې ناحیې اړوند د اربابا سیمه کې جوړېږي.
ده وویل، پر دغه سړک ۱۶ میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې د نړۍوال بانک له لورې ورکول کېږي.
حمزه زیاته کړه، د یادې پروژې چارې به د درېیو میاشتو په موده کې بشپړې شي او لسګونو کسانو ته به پکې د کار زمینه هم برابره شي.
د یادې سېمې یوه قومي مشر حاجي محمد پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه سړک د غزني ښار یو له مهمو سړکونو دی او سلګونه کسان پرې تګ راتګ کوي.