Language

لاوروف: د روسیې او ایران ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو تړون به ژر نهايي شي

کابل (پژواک، ۱۱ لړم ۱۴۰۳): د روسیې بهرنیو چارو وزیر ويلي، د مسکو او تهران ترمنځ د هر اړخیزو ستراتیژیکو همکاریو تړون به په نږدې راتلونکي کې نهايي شي.

د ټاس خبري اژانس د راپور پر بنسټ، د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي‌ لاوروف دغه څرګندونې پرون (پنج‌شنبه) په مینسک کې د اروپا د امنیت دویم نړۍوال کنفرانس په عمومي غونډه کې کړې دي.

login or register a new account.