ترینکوټ (پژواک، ۱۲ لړم ۱۴۰۳): اروزګان ولایت کې بېرته راستانه شوي یو شمېر کډوال وايي، سرپناوې نه لري او له حکومته غوښتنه کوي چې د کورونو جوړولو برخه کې مرسته ورسره وکړي.
اروزګان ته له پاکستانه تازه راستنې شوې کورنۍ چې شمېر یې شاوخوا درې زرو ته رسېږي، د دایمي سرپناه برخه کې له ستونزو سره مخ دي.
د چورې ولسوالۍ یو اوسېدونکی تورجان چې اوس په ترینکوټ ښار کې په یوه کرایي کور کې اوسېږي، وايي، یو کال مخکې له کورنۍ سره له پاکستانه په جبري توګه را وایستل شو خو اوس په دغه ولایت کې د اوسېدو لپاره هیڅ دایمي ځای نهلري.
هغه وویل، د راستنېدو پر مهال حکومت په یوه لنډمهال پنډغالي کې وساتل، وروسته له هغه ځایه هم و ایستل شول.
نوموړي زیاته کړه: «کله چې په لومړي ځل هېواد ته راغلم، له پنځهکسيزې کورنۍ سره حکومت په یوه لنډمهال کمپ کې وساتلو، خو له یوې لنډې مودې وروسته یې له هغه ځایه و ایستلو.»
د تورجان په خبره: «له موږ سره د ځانګړي ښارګوټي جوړېدو ژمنه شوې چې له هر ډول اسانتیاوو به برخمن وي خو تر اوسه لا نسته.»
ورته مهال، د ترینکوټ ښار یو اوسېدونکی باریداد چې څلور کاله مخکې له پاکستانه راستون شوی او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) د کډوالۍ ځانګړي اسناد هم لري وايي، کلونه کېږي چې د سرپناه لپاره په تمه دی خو تر اوسه ورسره په دې برخه کې هیڅ مرسته نه ده شوې.
د هغه په خبره، نږدې یوه لسيزه وړاندې ګاونډي هېواد ته په تلو سره یې د ځمکې په ګډون هر څه وپلورل چې اوس د یوې خونې جوړولو لپاره هم ځمکه او نور توان نهلري.
نوموړي وویل: «ان د بشري مرستو په وېش کې هم له پامه غورځول کېږو.»
دغه راز، شریفالله یو بل کس چې تېر کال له پاکستانه راستون شوی وايي، د اوسېدو دایمي ځای نشتوالي له امله یې ماشومان له زدهکړو بېبرخې دي.
هغه وویل: «که ښارګوټی ولرو، نو د زدهکړو، روغتیایي او د پاکو اوبو ترڅنګ نور خدمات به هم راته وړاندې شي.»
یاد کډوال دغه راز وايي چې اسلامي امارت دې ورسره کړې ژمنې پوره کړي.
د هغوی په خبره، ژمنې ورسره شوې چې په دغه ولایت کې ټولو راستنو شوو کورنیو ته د کډوالو په ځانګړي ښارګوټي کې د کورونو جوړولو لپاره ځمکې ورکوي چې په خبره یې، تر اوسه یې څرک نه لیدل کېږي.
ورته مهال، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مسوولین هم مني چې دغه ولایت ته بېرته راستنې شوې کورنۍ د سرپناه نشتوالي له ستونزې سره مخ دي.
د یاد وزارت مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد پژواک ته وویل، هڅه کوي د اروزګان په ګډون د هېواد په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم کډوالو ته د ښارګوټي ځمکې ځانګړې کړې.
هغه زیاته کړه: «امیرالمومنین حفظالله ته مو په ټولو ولایتونو کې د ګډوالو لپاره د ښارګوټو د منظورۍ پیشنهاد لېږلی دی.»
د نوموړي په خبره، د یاد پیشنهاد له منظورۍ وروسته به په ټولو ولایتونو کې د ښارګوټو جوړېدو عملي چارې پیل شي.
د یادونې ده، د تېر کال له اکتوبر میاشتې را په دېخوا زرګونه افغان کورنۍ په زور د پاکستان له بېلابېلو ښارونو را وایستل شوې چې یو شمېر یې لا هم په لنډمهالو پنډغالو کې اوسېږي او خپلو اصلي مېنو ته د سرپناه نشتوالي له امله نه دي ستنې شوې.
Views: 118
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP