هرات (پژواک، ١٧ لړم ١٤٠٣): هرات کې سیمهییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت د مرکز هرات ښار د نهمې ناحیې په مربوطاتو کې د څه باندې ٢٢ ميليون افغانيو په لګښت د یوه سړک پخولو چارې پیل شوې.
د هرات ښاروالۍ مرستيال مولوي جلالالدين حقدوست د دغه سړک د کار د پیل په مراسمو کې وویل چې د هرات ښار د نهمې ناحيې اړوند له خواجه کلا تر کرباس حوض پورې سړک د څه باندې دوه کیلومتره په اوږدوالي او اته متره بر په درلودو قیر کېږي.
هغه زياته کړه، پر دې پروژه څه باندې ٢٢ ميليون افغانۍ لګښت راځي چې د ښاروالۍ له پراختيايي بودجې ورکول کېږي.
نوموړي د ښاروالۍ د پرامختیایي پروژو د قراردادي شرکتونو له مسوولینو وغوښتل څو د پروژو چارې په معیاري ډول او ټاکلي موده کې بشپړې کړي.
د مسوولینو د معلوماتو له مخې، د دې پروژې چارې به د شپږو مياشتو په موده كې د قراردادي شركت له لوري بشپړې شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP