Language

شپږ ورځې وروسته د هېواد په سړو سیمو کې د لومړنیو ښوونځیو کلنۍ ازموینې پیلېږي

کابل (پژواک، ۲۰ لړم ۱۴۰۳): د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، د هېواد په سړو سیمو کې د لومړنیو ښوونځیو کلنۍ ازموینې د روانې لړم میاشتې په ۲۶مه او د منځنیو او لېسو ازموینې د راروانې لېندۍ میاشتې په لومړۍ نېټه پیلېږي.

دغه وزارت نن (یک‌شنبه، د لړم ۲۰مه) پر اېکس‌پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو لیکلي، د هېواد په سړو سیمو کې له لومړي تر درېیم ټولګي کلنۍ ازموینې د روانې لړم میاشتې په ۲۶مه پیل او د دې میاشتې تر ۳۰مې به دوام کوي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په یادو سیمو کې به له څلورم تر ۱۲ ټولګي کلنۍ ازموینې د راروانې لېندۍ میاشتې په لومړۍ نېټه پیل او د دې میاشتې تر ۱۵مې به دوام وکړي.

سرچینې په ازموینه کې د ګډون لپاره د لومړیو ټولګیو د زده‌کوونکو۵۰ سلنه حاضري، له دویم تر شپږم ټولګي ۷۰ سلنه او له اووم تر دوولسم ټولګي د زده‌کوونکو ۷۵ سلنه حاضري اړینه بللې ده.