کابل (پژواک، ۲۰ لړم ۱۴۰۳): له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ملي اداره وايي چې سږ کال تر اوسه پورې په ټول هېواد کې له لږ تر لږه ۱۳۰ زره کورنیو سره مرسته شوې ده.
له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ملي ادارې ویاند مولوي عبدالله جان سایق دغه څرګندونې نن (یکشنبه) له پېښو زیانمنو شوو ۲۵۰ کورنیو سره د مرستې کولو پر مهال وکړې.
هغه زیاته کړه چې په ټول هېواد کې د موسسو په همکارۍ له ۱۳۰ زره کورنیو سره مرستې شوې چې په کې خوراکي، غیرخوراکي توکي او نغدي پیسې شامل وو.
د هغه په وینا، یادې مرستې په ازبکستان، چین، روسیې او قراقستان هېوادونو کې د مېشتو افغانانو له خوا شوې او ترڅنګ یې موسسو هم په ډېره کچه له ادارې سره مرسته کړې ده.
نوموړي وویل چې د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې له موسسو سره ډېر هوکړهلیکونه لاسلیک کړي او کله چې کومه پېښه کېږي، له موسسو سره په همکارۍ به هلته مرستې ورسېږي.
بلخوا سایق زیاته کړه، نننۍ مرستې له پېښو زیانمنو شوو ۲۵۰ کورنیو سره شوې چې نابینایان هم په کې شامل دي.
نوموړي زیاته کړه، یوه بوجۍ اوړه، یوه بوجۍ وریجې، یو روغتیايي کېټ او صابون په نننیو مرستو کې شامل وو.
له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ملي ادارې ویاند څرګنده کړه چې یادې مرستې به د ژمي له راتلو مخکې په کابل او نورو ولایتونو کې دوام ولري څو هېوادوال د ژمي لپاره ځان چمتو کړي.
ورته مهال، یو نابینا مهدي وايي، خوښ دی چې دغه مرسته ورسره وشوه او باید دوام پیدا کړي.
د هغه د څرګندونو پر اساس، دا لومړی ځل دی چې مرسته ورسره کېږي او باید ډېرې شي؛ ځکه دغه مرستې تر یوې دوو میاشتو پورې خلاصېږي.
یو بل نابینا مصطفی هم وايي چې د ژوند وضعیت یې ښه نه دی او یادې مرستې به له دوو میاشتو ډېر دوی ته بسنه ونه کړي.
هغه له حکومته د ډېرو مرستو غوښتنه کوي او وايي، دا لومړی ځل دی چې مرسته ورسره وشوه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP