کابل (پژواک، ۲۴ لړم ۱۴۰۳): د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی به نن دغه هېواد ته سفر وکړي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ په یوه خبري غونډه کې وویل چې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف به نن (پنجشبه) دغه هېواد ته سفر وکړي او د دغه وزارت له لوړپوړو چارواکو سره به د افغانستان پر روان وضعیت خبرې وکړي.
ممتاز زهرا بلوچ وایي، دواړه لوري به د سیمهییز امنیت او ثبات برخه کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د رول په اړه هم وغږیږي.
د پاکستان دولتي ټلوېزیون (PTV NEWS) هم نن پر خپله فېسبوکپاڼه د بهرنیو چارو وزارت د ویاندې له قوله لیکلي چې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی دغه هېواد ته سفر کوي.
Views: 0
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP