Language

بامیان کې د دوو کورنیو ترمنځ اته کلنه دښمني پای ته ورسېده

بامیان (پژواک، ۲۶ لړم ۱۴۰۳): د بامیان په مرکز کې د دوو کورنیو ترمنځ اته کلنه دښمني د دغه ولایت د والي په منځګړیتوب پای ته ورسېده.

د بامیانو د والي ویاند عبدالصبور فرزان پژواک خبري اژانس ته وویل، د دوو کورنیو ترمنځ دښمني چې نږدې اته کاله یې دوام وکړ، د دغه ولایت د والي مولوي عبدالله سرحدي په منځګړیتوب پای ته ورسېده.

د هغه په خبره، کومه دښمني چې د شخصي خصومتونو له امله د دغه ولایت د مرکز اړوند فولادي سیمې اوسېدونکو علي جمعه او علي اکبر د کورنیو ترمنځ راولاړه شوې وه، له امله یې فزیکي شخړې هم رامنځته شوې وې.

هغه وویل چې د دې دښمنۍ په ترڅ کې یو تن وژل شوی او دا موضوع  د اختلافاتو د ډېرېدو لامل شوې وه که کنټرول او مدیریت شوې نه وای، د وسله‌والې نښتې جدي احتمال موجود وو.

دغه‌راز، د بامیان د والي ویاند وویل چې دواړو لورو د سیمه‌ییزو مسوولینو، علماوو او قومي مشرانو په حضور کې ژمنه وکړه چې له دې وروسته به د سولې او ورورګلوۍ په فضا کې له یو بل سره ژوند کوي او هېڅکله به تېر ته نه ورګرځي.

بلخوا، د بامیان یوه عالم محمدسجاد محسني په دې اړه وویل، د اسلام ستر پیامبر څخه روایت دی چې هیڅ مسلمان نه شي کولای چې له بل مسلمان سره تر درېیو ورځو زیات کینه وکړي او له هغه نفرت ولري.

د هغه په خبره، په اسلام کې په ورورګلوۍ، سولې او د یو بل منلو باندې ټینګار شوی د اسلام له نظره  د مسلمانانو ترمنځ دښمني، کینه او بغض جایز نه دي.

نوموړی وایي، مسلمانان د یو بل ورونه دي او پخلاینه د اسلام یو له مهمو روزنو څخه ده چې باید  ټول مسلمانان هغه ته احترام ولري او له هغه پیروي وکړي.

د یادونې ده، تېر یوه کال کې دغه ولایت کې د کورنیو ترمنځ څو شخړې او دښمۍ هوارې شوې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.