کابل (پژواک، ۲۶ لړم ۱۴۰۳): د اسلامي امارت مرستیال ویاند، په افغانستان کې د ثبات د ټینګېدو لپاره د ترکیې او قطر له دریځ هرکلی کړی او ویلي یې دي چې د افغانستان ثبات د ټولو هېوادونو په ګټه دی او ا.ا د خلکو امنیت، اقتصاد او هوساینې لپاره هلې ځلې کوي.
د امریکا غږ راپور له مخې، د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ترمنځ د پنجشنبې لیدنه کې په افغانستان کې د یو ټولشموله حکومت د جوړېدو د اړتیا یادونه شوې ده.
راپور کې راغلي، دواړو مشرانو په سیمه او نړۍ کې د نورو کړکیچونو په تړاو د ګډ دریځ د څرګندولو سربېره په افغانستان کې د ثبات د ټینګېدو لپاره خپل دریځ یو ځل بیا تکرار کړی دی.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت په یوه غږیز پيغام کې ویلي: «د قطر او ترکیې هېواد له دې دریځ چې په افغانستان کې د سولې او ثبات پر تداوم ټینګار کوي، هر کلی کوو.»
هغه ویلي، د افغانستان ثبات د ټولو هېوادونو په ګټه دی، په افغانستان کې د ټولو اتباعو شرعي حقونه خوندي دي او اسلامي امارت د یوه مسوول نظام په توګه د خلکو امنیت، اقتصاد او هوساینې لپاره هلې ځلې کوي.
ده زیاته کړې، افغانستان د خپل متوازن سیاست پر اساس د نړۍ له هېوادونو سره مثبتې اړېکې غواړي او په خاص ډول له ترکیې او قطر سره د سیاسي او اقتصادي اړېکو پر لا پراختیا ټینګار کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP