Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

متقي:  د روغتیا نړیوال سازمان دې په افغانستان کې داخلي روغتیایي سیستم تجهیز او تقویه کړي

کابل (پژواک، ۲۸ لړم ۱۴۰۳): د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د روغتیا نړیوال سازمان له مسوولینو غوښتي چې د افغانستان کورنی روغتیایي سیستم تجهیز او تقویه کړي او د ادویې په برخه کې دې کورني روغتیا سکتورونه غښتلی کړي تر څو د افغانستان روغتیایي مرکزونه تمویل او افغانان له صحي پلوه پرځان بسیا شي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي روغتیا نړیوال سازمان (WHO) سېمه‌ییزې مشرې ډاکتر حنان بلخي او مل پلاوي سره وکتل.

متقي په دغه لېدنه کې ویلي، په افغانستان کي د څلورو لسیزو جګړ و له امله ګڼې لیري پرتې سیمي او اوسېدونکي یې له روغتیایېخدماتو بې برخي شوی دي او په اړینه توګه ورته روغتیايي خدمات نه دي ترسره شوي.

هغه له یاد پلاوي غوښتنه کړې چې په افغانستان کې داخلي روغتیایي سیستم تجهیز او تقویه کړي  او د ادویې په برخه کي دې کورنيصحي سکتورونه غښتلی کړي تر څو د افغانستان صحي مرکزونه  تمویل او افغانان له صحي پلوه پر ځان بسیا شي.

متقي دغه راز غوښتي چې د پولیو او نور ناروغیو د معاینې لابراتوارونه دې په افغانستان کې جوړ او فعاله شي.

د د روغتیا نړیوال سازمان (WHO)سیمه‌ییزې  مشرې ډاکتر حنان بلخي ویلي، د روغتیا په برخه کې په نړیوالو ناستو کې هڅه کوي ترڅو افغانستان ته د نړیوالو روغتیاپالانو پام را وګرځوي.

هغې ژمنه کړې چې په افغانستان کي به د داخلي صحي بنسټونو سره له نږدې کار کوي تر څو هغوی تقویه او تجهیز شي.

په ننۍ ناسته کې د بېل ګېټس بنسټ د نړېوال انکشاف رئیس کرېستوفر جې اِلیس هم ویلي، بنسټ یې هڅه کوي چي په افغانستان کې دپوليو يا ګوزڼ د ساري او خطرناکې ناروغۍ د له‌منځه وړلو لپاره مؤثر ګامونه پورته کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.