Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل کې راتلونکې میاشت د فوټسال غوره‌لیګ سیالۍ پیلېږي

کابل کې راتلونکې میاشت د فوټسال غوره‌لیګ سیالۍ پیلېږي

author avatar
19 Nov 2024 - 14:27
کابل کې راتلونکې میاشت د فوټسال غوره‌لیګ سیالۍ پیلېږي
author avatar
19 Nov 2024 - 14:27

کابل (پژواک، ۲۹ لړم ۱۴۰۳): د افغانستان د فوټسال ملي کمېټې مسوولین وایي، کابل کې د راتلونکې ډسمبر میاشتې په لومړۍ نېټه د دیارلس لوبډلو ترمنځ د فوټسال غوره‌لیګ سیالۍ پیلېږي.

د افغانستان د فوټسال ملي کمېټې تخنیکي مرستیال او د کابل د فوټبال فدراسیون رییس فریداحمد یوسفزي نن د ملي ټلوېزیون له مسوولینو سره د کابل د فوټسال غوره‌لیګ سیالیو د ژوندي خپرولو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.

یوسفزي په همدې تړاو جوړه شوې خبرې غونډه کې وویل، د راتلونکې میلادي میاشتې په لومړۍ نېټه به، کابل کې د فوټسال غوره‌لیګ سیالۍ پیل شي.

هغه زیاته کړه، په دغو سیالیو کې له کابل څخه ۱۳ لوبډلې برخه لري چې ترمنځ به یې ۷۸ لوبې وشي او ۳۹ ورځې به دوام وکړي.

نوموړي دغه راز وویل، په یادو سیالیو کې به یو شمېر ملي او ولایتي لوبغاړي او په ایران کې مېشت ځیني افغان لوبغاړي هم ولوبېږي.

ورته مهال، د ملي ټلوېزیون د پلان او پالیسي مسوول عبدالمبین همدرد وویل، د کابل فوټسال غوره‌لیګ سیالۍ به په ښه کیفیت خپرې کړي.

نوموړي وویل، تل هڅه کوي چې د هېوادوالو لپاره ګټور پروګرامونه او ورزشي پروګرامونه نشر کړي.

هغه زیاته کړه، څو ورځې وروسته به د اوزلوبې شپږم پړاو سیالۍ هم پيل کړي.

دغه راز، د فوټسال لوبغاړي نوید عظیمي وویل، د کابل د فوټسال غوره‌لیګ سیالیو ترسره کېدل د نوو ځوانانو لپاره ډېرې مهمې دي چې په ترسره کېدو سره به یې د فوټسال ملي لوبډلې ته غوره لوبغاړي پیدا شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.