کابل (پژواک، ۳ لېندۍ ۱۴۰۳): د عامې روغتیا وزارت سرپرست د یوې نړۍوالې روغتیايي موسسې له مشر سره په ليدنه کې په افغانستان کې د روغتیایي خدمتونو د کیفیت معیاري کولو او لرو پرتو سیمو ته د روغتیایي خدمتونو رسولو په اړه خبرې کړې دي.
د عامې روغتیا وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي نورجلال جلالي د انترساس نړۍوالې روغتیايي موسسې له عمومي رییس ماهر الشون او د دې ادارې له مسوولینو سره وليدل.
انترساس نړۍواله روغتیایي موسسه (International Health Organization) د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو، د ناروغیو پر وړاندې د مبارزې او ټولنه کې د روغتیايي خدماتو د پراختیا برخو کې کار کوي.
سرچينې لیکلي، په یاده لیدنه کې په افغانستان کې د روغتیا برخې د لومړیتوبونو، د روږدو درملنې، د خوارځواکۍ د مخنیوي، د روغتیایي خدمتونو د کیفیت معیاري کولو او لرو پرتو سیمو ته د روغتیايي خدمتونو د رسېدنې په اړه خبرې وشوې.
خبرپاڼه کې راغلي، د عامې روغتیا سرپرست په خپلو خبرو کې د افغانستان روغتیايي برخې د پیاوړتیا لپاره د نړۍوالو بنسټونو همکاري اړینه وبلله او د یادې ادارې له مسوولینو یې وغوښتل چې د لرو پرتو سیمو خلکو ته د مور او ماشوم پاملرنې سربېره معیاري روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي، څو یادې برخې ته د لرو پرتو سیمو خلک لاسرسی پیدا کړي او روغتیايي ستونزې یې راکمې شي.
وزارت دغه راز لیکلي، په یاده ناسته کې د انټرساس نړۍوالې موسسې مسوولینو په افغانستان کې له روغتیايي برخې سره د همکارۍ ډاډ څرګند کړ.
Views: 0
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP