Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

تېره میاشت څه باندې ۲۳۰۰ بهرنیو وګړو افغانستان ته تګ راتګ کړی

کابل (پژواک، ۴ لېندۍ ۱۴۰۳): د احصايې او معلوماتو ملي اداره وايي چې د تېرې یوې میاشتې په اوږدو کې یې افغانستان ته د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې د ۲۳۵۰ بهرنیو وګړو تګ راتګ ثبت کړی دی.

د احصايې او معلوماتو ملي ادارې له لوري نن په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ثبت شوې شمېرې ښیي چې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال په تېره لړم میاشت کې د ۵۰ ښځینه‌وو په ګډون ۱۲۸۶ بهرني وګړي افغانستان ته راغلي او د ۲۳ ښځینه‌وو په ګډون ۱۰۶۴ نور له افغانستانه وتلي دي.

د خبرپاڼې په حواله، د ثبت شوو ارقامو له مخې، ښکاري چې ۱۲۳۸ کسان له ځمکنیو بندرونو او ۴۸ نور د هوا له لارې افغانستان ته راغلي چې له دې ډلې ۲۲۴ کسان د افغانستان د لرغونو او تاریخي سیمو لیدو او پاتې نور د کار په موخه راغلي دي.

د دې ادارې د ثبت شوو شمېرو پر بنسټ، تر ټولو ډېر بهرني وګړي د نیمروز، هرات، ننګرهار او بلخ ولایتونو بندرونو او هوايي ډګرونو له لارې افغانستان ته راغلي او وتلي دي.

سرچینې د یاد شمېر بهرنیانو د هویت په اړه معلومات نه دي ورکړي.

د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د معلوماتو له مخې، د روان ۱۴۰۳ لمریز کال په تله میاشت کې افغانستان ته د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې د نږدې څلور زره بهرنيو وګړو تګ راتګ ثبت شوی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.