ژبه

لوګر کې د نهو کاریزونو د بیارغونې چارې پيل شوې

پل‌علم (پژواک، ۵ لېندۍ ۱۴۰۳): د لوګر سیمه‌ییز چارواکي وایي، د یونېسکو سازمان په همکاري د دغه ولایت په مرکز پل‌علم، محمداغې او بره‌کي برک ولسوالیو کې د نهو کاریزونو د بیارغونې چارې پيل شوې چې سل زره امریکايي ډالره لګښت ورباندې راځي.

د لوګر ولایت د سیندیزې حوزې ریيس ملا محمد اسماعیل اخندزاده په همدې موخه جوړې شوې غونډې ته وویل، دغه کاریزونه د یونېسکو نړۍوال سازمان په مالي ملاتړ د راتلونکو شپږو میاشتو په موده کې بیارغول کېږي چې له پرانیستې سره سم به یې ۱۲ سوه جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه شي.

د هغه په خبره، یاد کاریزونه په مرکز پل‌علم، محمداغې او بره‌کي برک ولسوالیو کې دي چې سل زره امریکايي ډالره لګښت ورباندې راځي.

نوموړي وویل، په یادو پروژو کې به سلګونه کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.

ورته مهال، د دغه ولایت یوه اوسېدونکي محمدحسن پژواک ته وویل، خوښ دی چې د لومړي ځل لپاره د یونېسکو له لوري په دغه ولایت کې د اوبو کاریزونو د بیارغونې چارې پيل شوې.

هغه وویل، د یادو پروژو له بشپړېدو سره به په مرکز او ولسوالیو کې وچ شوې کاریزونه تازه شي او د کرکېلې ترڅنګ به بڼوالۍ ته هم په کافي اندازه اوبه برابرې کړي.

د یادونې ده، همدا تېره میاشت د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړۍوال سازمان (FAO) له لوري د دغه ولایت په مرکز او محمداغې ولسوالي کې د درېیو لویو کانالونو د بیارغونې چارې پيل شوې

ورته موضوع