Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

قطر ته د افغان ماهرو کارګرو د استولو هوکړه‌لیک د پلې کېدو په اړه خبرې وشوې

کابل (پژواک، ۱۱ لېندۍ ۱۴۰۳): د قطر مستشار د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر ته بلنه ورکړې ترڅو دغه هېواد ته د افغان ماهرو کارګرو د قانوني استولو برخه کې د هوکړه‌لیک د پلې کېدو په موخه دوحې ته سفر وکړي.

د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ۱۴۰۱ کال لړم په میاشت کې ویلي چې د یوه تړون له مخې، به ۶۵ زره افغانان د کار لپاره بهرنیو هېوادونو ته واستول شي. یاد وزارت ویلي وو، بهرنيو هېوادونو ته د کارګرو د لېږلو تړونونه د تېر نظام پر مهال لاسليک شوي وو چې تطبيق يې د ځينو ستونزو له امله ځنډېدلی وو.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست ملا عبدالمنان عمري د قطر شاهي هېواد له مستشار ډاکټر مردیف علي القشوتي سره وکتل.

سرچینې لیکلي، دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د استراتیژیکو همکاریو د پیاوړتیا سربېره؛ قطر هېواد ته د افغان ماهرو کارګرو د قانوني استولو برخه کې د ترسره شوو پرمختګونو او اقداماتو په اړه معلومات شریک شول او په دې برخه کې د شته هوکړه‌لیک د غنامندۍ، بشپړ او غوره پلې کېدو په موخه د ګډو کمېټو پر جوړېدو ټینګار وشو.

خبرپاڼه کې راغلي، عمري افغانانو ته د کارموندنې او ټولنیزو خدماتو وړاندې کولو برخو کې د ګډو پروژو په لاره اچولو لپاره چمتووالی څرګند کړ.

هغه ویلي، ‎دا چې په افغانستان کې بشپړ امنیت ټینګ او مختلفو ساحو کې د پانګې‌اچونې لپاره فرصتونه برابر دي، نو غوره به وي چې قطري پانګو‌ال دې افغانستان کې د پانګونې سربېره هغه هېواد ته د کندهار انارو په مخامخ صادراتو کې هم هڅه وکړي.

یاد وزارت لیکلي: «مردیف علي القشوتي خپلو خبرو کې د دواړو دوستو هېوادونو ترمنځ له نېکو اړیکو څخه په یادونې سره د قطر هېواد ته د راتلونکي میلادي کال د جنورۍ په ۱۳مه او ۱۴مه نېټه رسمي بلنه د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست ته وړاندې کړه، ترڅو په نږدې راتلونکي کې یاد هېواد ته رسمي سفر ترسره او د کارګرو د اعزام برخه کې د هوکړه‌لیک د تطبیق په منظور له خپل قطري سیال سره له نږدې وګوري او په اړه یې بحثونه وکړي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، د قطر هېواد سفیر د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر او مل پلاوي ته د هغه هېواد د ملي ورځې په جشن کې د ګډون بلنه هم ورکړه چې د ډسمبر په ۱۸ نمانځل کېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.