کابل (پژواک، ۱۶ لېندۍ ۱۴۰۳): وروسته له هغه چې د فرانسې له پارلمانه لومړيوزیر میشل بارنیه د باور رایې ترلاسه نه کړې، د دغه هېواد ولسمشر وايي، راتلونکو ورځو کې به د خپل هېواد لپاره نوی لومړیوزیر وټاکي.
د راپورونو له مخې، د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون دغه څرګندونې له هغه وروسته کړې دي چې تېره ورځ د فرانسې لومړيوزیر میشل بارنیه له پارلمانه د باور رایې په ترلاسه کولو کې له پاتې راتلو وروسته استعفا وکړه.
مکرون له خپل مقامه د ګوښه کېدو په تړاو د اپوزېسیون ګوندونو فشارونه رد کړل او په خپله وینا کې یې وویل، د ۲۰۲۷ تر ټاکلې مودې پورې به پر خپل ځای پاتې شي.
هغه د لنډې مودې لپاره د لومړيوزیر په توګه د میشل بارنیه د ژمنتیا ستاینه وکړه او د فرانسې سخت دریځي کیڼ اړخي او ښي اړخي سیاستوال یې تورن کړل چې په یوه «جمهوریت ضد ټلواله» کې د حکومت ړنګولو لپاره سره یو ځای شوي وو.
له دې مخکې وړمه ورځ د فرانسې د پارلمان غړو اکثریت د پارلمان باور ترلاسه کولو کې میشل بارنیه ته منفي رایې ورکړې چې پایله کې یې درې میاشتې مخکې د ولسمشر مکرون له لوري د لومړيوزیر په توګه د ګومارل شوي بارنیه حکومت سقوط وکړ.
د نوموړي حکومت ختمولو لپاره د فرانسې پارلمان په استیضاحیه غونډه کې سخت دریځي کیڼ اړخه او د ښي اړخه ګوندونو استازي یو ځای شوي وو.
دا په تېرو ۶۰ کلونو کې لومړی ځل دی چې د فرانسې یوه لومړيوزیر ته د دغه هېواد پارلمان د باور رایې نه ورکوي او له همدې کبله یې حکومت سقوط کوي.
د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون دا یو بېساری اقدام بللی دی.
د فرانسې د اساسي قانون له مخې، مکرون به تر ۲۰۲۷ کال پورې په خپله دنده پاتې وي او د اساسي قانون له نظره د دغه هېواد د لومړيوزیر پر حکومت د نه باور رایه د ولسمشر پر مقام اغېز نه کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP