Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د بښنې نړۍ‌وال سازمان: اسرائیل په غزه کې له فلسطینیانو سره غیر انساني چلند کوي

کابل (پژواک، ۱۶ لېندۍ ۱۴۰۳): د بښنې نړۍوال سازمان ویلي، اسرائیل په غزه کې له فلسطینیانو سره ناوړه او غیر انساني چلند کوي او هيڅ د بشري حقونو او انساني کرامت درناوی نه ساتي.

د بښنې نړۍوال سازمان تېره ورځ په یوه راپور کې، اسرائیل په غزه کې د تېر کال جګړې له پیل راهیسې د فلسطینیانو په نسل‌وژنه تورن کړي او خپل دغه تازه راپور یې نړۍوالې ټولنې ته جدي خبرداری بللی دی.

یاد سازمان ویلي، د دوی موندنې د اسرائیلو د حکومت او پوځي چارواکو د غیر انساني بیانونو، د ویجاړیو په تړاو د سپوږمکۍ د عکسونو، څېړنو او د غزې د اوسېدونکو د ساحوي راپورونو پر بنسټ دي.

دغه راپور کې د بښنې نړۍوال سازمان د سرمنشي اګنیس کالامارډ له قوله راغلي: «له میاشتو میاشتو راهیسې اسرائیل په غزه کې له فلسطینیانو سره د یوې داسې غیر انساني ډلې په توګه چلند کوي چې د بشري حقونو او انساني کرامت مستحق نه دي او د هغوی د فزیکي له منځه وړلو اراده لري.»

راپور کې دغه راز راغلي: «زموږ وېرونکې موندنې باید نړۍوالې ټولنې ته یو جدي خبرداری وي، دا یوه نسل وژنه ده، دا باید سمدستي ودرول شي.»

د فلسطین د روغتیا وزارت د راپور له مخې، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له اوومې راهیسې څه باندې ۴۳ زره ۸۰۰ فلسطینیانو د اسرائیلو په بریدونو کې ژوند له لاسه ورکړی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.