کابل (پژواک، ۱۲ تله ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د خیبر پښتونخوا اعلي وزیر سهیل افریدي ويلي چې د تحریک انصاف ګوند د عمران خان د خوشي کېدو او خپلو سیاسي غوښتنو مطرح کولو لپاره نن له لکي مروت سیمې خپل لاریون پیلوي.
د پاکستان ډان ورځپاڼې د سهیل افریدي له قوله ویلي چې د لاریون لومړی پړاو به د لکي مروت له ګنډي چوک څخه پیل او ګډونوال به وروسته د کرک، کوهاټ او نورو سیمو له لارې اسلاماباد ته وخوځېږي. نوموړي له خلکو غوښتي چې په دغه لاریون کې پراخ ګډون وکړي.
سرچینې زیاته کړې چې د خیبر پښتونخوا ځايي چارواکو هم له خلکو غوښتي چې په لاریون کې پراخ ګډون وکړي. د تحریک انصاف پلویان د عمرانخان د خوشي کېدو او د دغه ګوند د سیاسي غوښتنو د منل کېدو غوښتنه کوي.
ورته مهال، د پاکستان حکومت د لاریونکوونکو د مخنیوي لپاره د دغه هېواد پلازمېنې اسلاماباد ته غځېدلې ځینې مهمې لارې د کانټینرونو په وسیله تړلې او امنیتي تدابیر یې زیات کړي دي. د دغو اقداماتو له امله د باروړونکو موټرو تګ راتګ او د توکو لېږد هم له ستونزو سره مخ شوی دی.
د یادونې ده، تحریک انصاف د عمران خان د خوشي کېدو او خپلو سیاسي غوښتنو لپاره د اسلاماباد پر لور د لاریون پلان مخکې د سپټمبر په ۲۷مه اعلان کړی و، خو وروسته یې د امنیتي محدودیتونو او اسلاماباد ته د غځېدلو لارو تړل کېدو له امله د لاریون نېټه د اکټوبر تر څلورمې وځنډوله.
د تېرې اونۍ په ترڅ کې د پاکستان د حکومت او اپوزېسیون ترمنځ د لاریون او نورو سیاسي موضوعاتو په اړه خبرې هم شوې دي، خو د لاریون د ترسره کېدو په اړه اختلافات لا هم پر خای وو.