Language

کندهار ښار کې د ۱۸ میلیون افغانیو په لګښت د کوڅو کانکریټ کولو چارې پيل شوې

کندهار (پژواک، ۱۷ لېندۍ ۱۴۰۳): سېمه‌ییز چارواکي وایي، د کندهار ښار په بېلابېلو ناحیو کې د ۱۸ میلیون افغانیو په لګښت د کوڅو کانکریټ کولو او ویالو جوړولو چارې پیل شوې.

د کندهار ښاروالۍ ویاند سیف ‌لله عاصم پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دغه پروژه کې به په بېلابېلو ناحیو کې شاوخوا ۱۳ زره متره مربع کوڅې کانکریټ شي او دغه راز پنځه کیلومتره ویالې به هم په اساسي ډول ورغول شي.

دی وایي چې په دغه پروژه کې به لسګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.

د سیمي اوسېدونکي هم خوښ دي چې په سیمه کې یې کوڅې په پاخه ډول جوړیږي چې ورسره به ډېرې ستونزې حل شي.

د کندهار ښار ‎د شپږمې ناحيې اوسېدونکی عزیزالله وايي، په سیمه کې به یې د باران لږ اوبو هم خلک له ستونزو سره مخ کول او د دغو کوڅو په جوړېدو سره به د خلکو ستونزه حل شي.

هغه غوښتنه وکړه چې د یادې پروژې چارې دې په چټکۍ سره بشپړې شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.