کابل (پژواک، ۱۸ لېندۍ ۱۴۰۳): د افغانستان بهرنیو چارو په سوریه کې وروستي پرمختګونه د جګړې او بېثباتۍ له منځه وړل یاد کړي، هیئة تحریر الشام ته یې د بریا مبارکي ویلې او هیله یې څرګند کړې په دغه هېواد کې د واک لېږد د اسلامي نظام جوړېدو سبب شي.
د راپورونو له مخې، د هیئة تحریر الشام کسان د سوریې پلازمېنې دمشق ته ننوتلي او د سوریې ولسمشر بشارالاسد په یوه چورلکه کې لهدمشق څخه نامعلوم لوري ته تللی دی.
د رويټرز د راپور له مخې، د سوریې پوځي چارواکو ویلي، د بشارالاسد واکمني د هغه د حکومت د وسلهوالو مخالفینو له برید وروسته پایته رسېدلې ده.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: «په سوریه کې وروستۍ پرمختیاوې چې په ترڅ کې یې د جګړې او بېثباتۍ عاملله منځه ولاړ او پلازمېنه دمشق د هیئت تحریر الشام په مشري د سوریې د ولس لاس ته ولوېد، د یاد حرکت قیادت او ولس ته مبارکي وايياو هیله څرګندوي چې د انقلاب پاتې پړاوونه په داسې ډول مدیریت کړي چې د یوه امن، متحد او باثباته نظام خاوند شي.»
سرچېنې لیکلي، هیله ده د واک د لېږد بهیر په داسې ډول پرمخ ولاړ شي چې په پایله کې یې د سوریې د ټول ولس له ارمانونو سره سم دیوه خپلواک او خدمتګار اسلامي نظام د بنسټ ډبره کېښودل شي.
بهرنیو چارو وزارت هیله څرګند کړې چې هئیت تحریرالشام له هر ډول توپیر او غچ پرته او د عمومي عفوې د تګلارې له خپلولو سره دسوریې ټول ولس راټول کړي او د نړۍ له هیوادونو سره د یوه داسې مثبت سیاست په غوره کولو سره پرمخ ولاړ شي چې سوریه د بهرنیولوریو د منفي سیالیو له ګواښ څخه وژغوري او د میلیونونو کډوالو د راستنېدو زمینه برابره شي.
خبرپاڼه کې راغلي، د بهرنیو چارو وزارت په سوریه کې له ټولو ښکېلو بهرنیو لوریو غواړي، چې په خپل منځ کې او هم له نویو واکمنو سره دمثبت تعامل او همکاریو سیاست غوره کړي، ترڅو سوریه د ښې حکومتولۍ، امنیت او ثبات پر لور مزل پیل کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP