Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د لوړو زده‌کړو د ۱۱ خصوصي موسسو جوازونه لغوه شول

کابل (پژوک، ۲۱ لېندۍ ۱۴۰۳): د لوړو زده‌کړو وزارت وایي چې د هېواد په نهو ولایتونو کې یې د لوړو زده‌کړو د ۱۱ خصوصي موسسو جوازونه علمي، تدریسي او اداري اصولو ته د نه ژمنتیا له امله لغوه کړي دي.

د لوړو زده‌کړو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دا پرېکړه د دغه وزارت د سرپرست مولوي نداءمحمد ندیم په مشرۍ د رهبرۍ شورا ناسته کې شوې ده.

سرچينې لیکلي، په دغه غونډه کې علمي، تدریسي او اداري اصولو ته د نه ژمنتیا، خیالي استادانو او محصلینو شتون، د اصولو مطابق د رهبرۍ او اداري کارکوونکو نه درلودو، د ټولګیو حاضرۍ او ازموینو شقو نه شتون، د اړینو تدریسي امکاناتو او یو لړ نورو مکررو سرغړونو له امله د ۱۱ خصوصي تحصیلي نهادونو جوازونه لغوه شول.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، د غزني د سلطان محمود غزنوي، د فراه د ابونصر، د بادغیس د حنظله او حکمت، د تخار د فجرستان، د کندز د نمر، د بغلان رویان او  قدس، د بلخ سادات، د سمنګان مولانا جلال‌الدین بلخي او د هرات د الغیاث د لوړو زده‌کړو موسسو جوازونه لغوه شوي دي.

خبرپاڼه کې راغلي چې د یادو موسسو مسوولین به عدلي او قضایي ارګانونو ته وروپېژندل شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.