ګردېز (پژواک، ۲۱ لېندۍ ۱۴۰۳): د پکتيا پوهنې رياست وايي چې د دغه ولایت په مرکز ګردېز او ولسواليو کې د لس میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۵ ښوونځيو او دوو ديني مدرسو د ودانیو د بيارغونې چارې بشپړې شوې.
د مسوولينو په وينا، يادې پروژې د پوهنې وزارت په مالي لګښت بشپړې شوې دي.
د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې غونډې ته د پکتيا پوهنې ریيس مولوي عبدالقيوم فاروقي وویل چې په يادو ترميم شوو ودانيو کې ۱۵ یې ښوونځي او دوه یې مدرسې دي.
هغه وايي چې د یادو ښوونځیو پر بیارغولو څه باندې لس میلیونه افغانۍ لګښت شوی چې د پوهنې وزارت له لوري ورکړل شوی.
دغهراز په یاده غونډه کې د پکتيا مرستيال والي انعامالله صلاحالدين وويل چې ديني او عصري زدهکړو ته باید ځانګړې پاملرنه وشي.
هغه دغهراز وويل چې د ولايت په کچه په بېلابېلو برخو کې لسګونه پرمختيايي او د بيارغونې پروژو چارې روانې دي.
د سيدکرم ولسوالۍ د کوه سين لیسه يوه له هغو ښوونځيو څخه ده چې ودانۍ یې بیارغول شوې.
د دغه ښوونځي یوه زدهکوونکي نصرت الله پژواک ته وويل چې د ښوونځي ودانۍ يې ډېره ویجاړه شوې وه چې له امله يې د زده کوونکو درسي بهير له ګڼو ستونزو سره مخ و.
هغه وويل چې د ودانۍ په بیا ترميم سره زدهکوونکو ته يو ښه درسي چاپيريال برابر شوی دی.
د پکتیا پوهنې رياست د معلوماتو له مخې، په دغه ولایت کې لا هم ۱۶۵ ښوونځي ودانۍ نه لري او د شاوخوا سلو ښوونځيو ودانۍ بیارغونې ته اړتیا لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP