Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

هلمند کې څه باندې ۱۰۰ زره څارویو ته د واکسین د تطبیق پروسه پیل شوه

لښکرګاه (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): د هلمند د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، په دغه ولایت کې یې د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو سازمان په مالي مرسته څه باندې سل زره څارویو ته د واکسین د تطبیق پروسه پیل کړې ده.

د هلمند د کرنې، ابولګولو او مالداري ریاست د حیواني روغتیا برخې مدیر محمداسلم پژواک خبري اژانس ته وویل، په دغه ولایت کې یې د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو سازمان په مرسته څه‌ باندې زره څارویو ته د واکسین د تطبیق پروسه پیل کړې ده چې بېلابېل ډول څارویو ته به ۷۰ زره دوزه د طاعون، ۱۲ زره دوزه د لمپي‌سکین او ۲۰ دوزه د تبک ناروغیو واکسین تطبیق شي.

هغه وویل، دا واکسین به د حیواني ناروغیو د متخصصینو له لوري تطبیق شي چې ټول لګښت یې د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو سازمان (UPO) له لوري ورکول کېږي.

نوموړي زیاته کړه: «د یاد واکسین په تطبیق سره به د ساري ناروغیو له امله د څارویو تلف کېدو مخه ونیول شي.»

د هغه په خبره، دغه واکسین به د هلمند د مرکز په ګډون په لس ولسوالیو کې تطبیق شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.