کابل (پژواک، د مرغومې لومړۍ ۱۴۰۳): سیمهییز مسوولین وایي، په غزني، لوګر او پروان کې له څه باندې ۴۸۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو، کاپیسا کې له څه باندې زرو کونیو سره د نغدو پیسو او هرات کې له ۶۰۰ کورنیو سره د سون توکو مرسته وشوه.
غزني ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا رئیس مولوي محمد قاسم امیني پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغه ولایت په رشدان ولسوالۍ کې له ۶۳۳ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرستې وشوې.
دغهإراز د لوګر ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مطبوعاتي مسوول صبغتالله نایبخیل وایي چې د دغه ولایت په څرخ، خروار او ازرې ولسوالیو کې له ۲۳۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د یو بل خبر له مخې، د پروان ولایت د کلیو بیارغوني او پراختیا رئیس ملا عبدالصمد صادق وایي، د دغه ولایت په سیاه ګرد ولسوالۍ کې له ۱۹۵۸ اړمنو کورینو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
یادې مرستې د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال سازمان په مالي ملاتړ وېشل شوي او هرې کورنۍ ته، اوړه، غوړ، دال، مالګه او د ماشومانو تقویتي خواړه ورکړل شوي دي.
دغهراز د کاپیسا ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا رئیس سید اسدالله ابرا وایي، د دغه ولایت په حصه دوم ولسوالۍ کې له ۱۰۳۰ کورنیو سره د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال سازمان په مالي ملاتړ نقدي مرسته وشوه او هرې کورنۍ ته ۲۹۰۰ افغانۍ او د مېندو او ماشومانو لپاره یوه اندازه تقویتي خواړه ورکړل شول.
د یو بل خبر له مخې، د هرات ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس حافظ میرزا محمد ابو منصور وایي، په دغه ولایت کې د یوې خیریه موسسې له لورې له ۶۰۰ کورنیو سره د ژمي سون توکو (ذغالو) مرسته وشوه او له ۵۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP