پلخمري (پژواک، ۲ مرغومی ۱۴۰۳): د بغلان د جلګې ولسوالۍ ۳۰ بستریز روغتون چې له جوړېدو یې اته کاله تېریږي، لا هم نه دی فعال شوی چې اوس د دې ولسوالۍ اوسېدونکي له اسلامي امارته د یاد روغتون د فعالولو غوښتنه کوي.
د معلوماتو له مخې، اته کاله مخکې د بغلان ولایت په جلګې ولسوالۍ کې یو ۳۰ بستریز روغتون جوړ شو چې د یادې مودې په تېردو سره لا هم نه دی فعال شوی او ودانۍ یې د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ ده.
اوس د یادې ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، د ژمي په را رسېدو یې د نږدې ولسوالیو روغتیايي مرکزونو ته لاسرسی محدودیږي او له حکومته غواړي چې په ولسوالي کې جوړ شوی ۳۰ بستریز روغتون دې فعال کړي.
د جلګې یوه اوسېدونکي قاضي قلمالدین پژواک خبري اژانس ته وویل، یاد روغتون ته له ډېرو غوښتنو سره سره تراوسه هم کارکوونکي نه دي استول شوي.
هغه وویل: «موږ نږدې روغتیايي مرکز نه لرو، د نهرین ولسوالي روغتون ته د ناروغانو رسول وخت نیسي، لارې هم خرابې دي، په تېره بیا د ژمي موسم کې مو روغتیايي ستونزې څو برابره ډېرېږي، حکومت باید زموږ ستونزې په پام کې ونیسي او زموږ روغتون ته دې کارکوونکي او وسایل را واستوي.»
دغه راز، د دې ولسوالۍ یوه بل اوسېدونکي احمدشاه وویل: «دوه میاشتې مخکې د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ مرستیال بغلان ته راغلی و او ژمنه یې وکړه چې دغه روغتون ته به کارکوونکي واستوي، خو تراوسه نه دي رالېږل شوي.»
د هغه په خبره، په جلګې ولسوالۍ کې د مجهز روغتیایي مرکز د نشتون او د نهرین ولسوالۍ له روغتون څخه د لرېوالي له امله یې هر کال په ولسوالي کې یو شمېر مېرمنې د زېږون پرمهال خپل ژوند له لاسه ورکوي.
د دې ولسوالۍ یوه بل اوسېدونکي او قومي مشر رحیمالدین وویل، له جلګې د نهرین ولسوالي تر روغتیایي مرکزه ساعتونو لاره ده، نهرین ته غځېدلی سړک لوړې، ژورې او کوتلونه لري، د ژمي په موسم کې دا لاره نوره هم سختیږي او زیاتوي چې حکومت باید د دوی دې ستونزې ته دایمي حل لاره پیدا کړي او د ولسوالي روغتون ته پرسونل او وسایل ور واستوي.
خو د بغلان د والي ویاند ملاعالم مجیدي وایي، د جلګې ولسوالي دېرش بستریز روغتون ته د کارکوونکو ګومارلو او تشکیل موضوع له عامي روغتیا وزارت سره شریکه شوې ده .
هغه پژواک ته وویل: «دا چې په جلګې ولسوالۍ کې د تېرې ادارې پر مهال روغتون جوړ شوی دی یوازې د تشکیل مسله یې ده، دا ځل خوشخبري ډېره زیاته ده، ممکن د روان مالي کال یا هم له هغه وړاندې دغه دېرش بستریز روغتون فعاله شي.»
جلګه د بغلان ولايت یوه له لرې پرتو ولسواليو څخه ده چې کابو ټول اوسېدونکي یې پر کرنه او مالدارۍ بوخت دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP