Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

سرپرست حکومت له کروندګرو ۳۸ زره مټریک ټنه غنم پېرلي او ذخیره کړي دي

کابل (پژواک، ۲ مرغومې ۱۴۰۳): د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مسوولین وایي چې دغه وزارت د څه باندې یو میلیارد افغانیو په ارزښت له کروندګرو څخه ۳۸ زره مټریک ټنه اضافي غنم پېرلي او په سېلوګانو کې یې ذخیره کړي دي.

دغه غنم چې په بېلابېلو ولایتونو کې پېرل شوي و، یوه اندازه یې د کرنې وزارت مسوولینو په حضور کې په مرکزي سیلو کې ذخیره شول.

د کرنې وزارت مسوولینو وویل چې د دغو غنمو پېرلو لړۍ پای ته رسېدلې او په ګدامونو او سبلوګانو کې یې د ځای پرځای کولو چارې هم ۹۰ سلنه بشپړې شوې دي.

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال ملا اغاجان سالم وویل د دغه اندازه غنمو پېرلو لپاره په هر ولایت کې دوې کمېټې چې یوې یې د نرخونو اخیستو او بلې یې د معاینې مسوولیت درلود، رامنځته شوې وې.

د دغه وزارت د ستراتیژیک او غله‌جاتو رییس قدرت الله حقیار وویل دغه غنم په بېړنیو حالاتو کې له زیانمنو سره د مرستې، په بازارونو کې د غنمو د بیو کنټرول او د احتکار د مخنیوي په موخه ذخیره شوي دي.

هغه وویل چې د اسلامي امارت د مشرتابه په لارښوونه په ټول هېواد کې ۳۸ زره مټریک ټنه مازاد غنم له بزګرو پېرل شوي او په ۱۱ ولایتونو کې ذخیره شوي دي.

په دغه ناسته کې د مرکزي سیلو مرستیال انجنیر ذکریا دغه اقدام مثبت وباله او زیاته یې کړه چې د غنمو ذخیره کول هم هېواد او هم بزګرو ته اقتصادي ګټې لري.

د یادونې ده چې شاوخوا ۵ میاشتې وړاندې د اسلامي امارت مشرتابه حکم کړی و چې له بزګرو دې اضافي غنم و پېرل شي او په سیلو کې دې ذخیره شي څو په بېړنیو حالاتو او د غنمو لوړو بیو په وخت کې بازار ته وړاندې کړای شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.