Language

تېرو درېیو کلونو کې پکتیا کې ۸۵۰ کورنۍ د ‌طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوې

ګردېز (پژواک، ۳ جدي ۱۴۰۳): پکتیا کې د پېښو پر وړاندې د چمتوالي ادارې مسوولین وايي چې په تېرو درېیو کلونو کې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې ۸۵۰ کورنۍ د ‌طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوې دي.

دغه څرګندونې د پکتیا د پېښو پر وړاندې د چمتوالي ادارې رییس مولوي نثاراحمد نجات نن په دغه ولایت له ‌طبيعي پېښو څخه زیانمن شوو کورنیو ته د نغدي مرستو د وېش پرمهال وکړې.

هغه وویل چې په تېرو درېیو کلونو کې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې ۸۵۰ کورونه د ‌طبیعي پېښو له امله زیانمن شوي دي.

ده زیاته کړه: «له يادو زيانمنو کورنيو سره زموږ رياست او مؤسساتو د خوراکي او غيرې خوراکي توکو مرسته کړې خو د سرپناه جوړېدو برخه کې تراوسه پورې نه حکومت او نه هم موسساتو مرسته کړې.»

بل لورته د طبیعي پېښو له امله زیانمن شوي کسان وايي چې د سرپناه برخه کې باید ورسره مرسته وشي.

د وزې ځدراڼ ولسوالۍ د يوه اوسيدونکي محمدولي کور چې اووه میاشتې وړاندې د غره ښوېيدنې له امله ړنګ شوی پژواک ته وويل چې تراوسه ورسره د سرپناه جوړېدو برخه کې هېڅ ډول مرسته نه ده شوې.

هغه زياته کړه: «زموږ کور چې ړنګ شوی تراوسه هېڅ مرسته نه ده راسره شوې خو د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې راسره شوې دي خو زموږ غوښتنه دا ده چې د سرپناه جوړېدو برخه کې راسره مرسته وشي.»

دغه‌راز د څمکنيو ولسوالۍ یوه اوسيدونکي سمند پژواک ته وويل چې څو مياشتې وړاندې يې په کور باندې له غره څخه ډبره ښوېیدلې او پنځه ماشومان یې په کې مړه شوي دي.

هغه وايي چې په دغه پېښه کې يې کور ړنګ شوی خو تر اوسه چا ورسره د کور په بېرته جوړولو کې همکاري نه ده کړې.

د رسمي معلوماتو له مخې په تېرو درېيو کلونو کې پکتيا کې د طبيعي پېښو له امله ۴۹ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.