کابل (پژواک، ۳ مرغومې ۱۴۰۳): سیمهییز مسوولین وایي، هلمند کې د ۵.۹ میلیون افغانیو په ارزښت د درېیو رغنیزو پروژو چارې پیل شوې او پنجشیر کې د څلور میلیون افغانیو په لګښت د ۲۱ روغتیایي مرکزونو چارې بشپړې شوې.
د هلمند ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال مولوي شېرمحمد وحدت پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغه وزارت په کجکي ولسوالۍ کې د ۵.۹ میلیون افغانیو په ارزښت د درېیو رغنیزو پروژو چارې پیل شوې.
هغه وویل چې یادې پروژې د کجکي ولسوالۍ د نمرو او قلو کليو په سیمو کې ملګرو ملتونو په مالي ملاتړ پلې کیږي.
ده زیاته کړه، په دغو پروژو کې د ۴۲۳۸ مترو سړکونو جغلاچوني او ۱۴۰۰۶ مترو سړکونو ليولکاري شامله ده چې ورسره به شاوخوا۳۰۰ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.
د یو بل خبر له مخې، د پنجشیر ولایت د والي ویاند سیفالله لټون وایي، د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د څلور میلیون افغانیو په لګښت د ۲۱ روغتیایي مرکزونو د بیا رغونې چارې بشپړې شوې.
هغه وویل چې د یادې پروژې چارې یوه میاشت مخکې د عامې روغتیا وزارت په مالي مرسته پیل شوې وې او نن بشپړې شوې.