Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بلخ کې ښځو ته د خیاطي او ګلدوزۍ د زده‌کړو نهه مرکزونه پرانیستل شول

مزارشریف (پژواک، ۶ مرغومی ۱۴۰۳): بلخ کې د قطر سرې میاشتې په مالي ملاتړ د دغه ولایت مرکز مزارشریف ښار کې بې‌سرپرسته ښځو ته د خیاطۍ او ګلدوزۍ د زده‌کړو نهه مرکزونه جوړ شول.

د بلخ ولايت سرې مياشتې ریاست د مطبوعاتو مسوول کريم صالح‌زاده وايي چې د دغه ریاست د مرستون آمریت له خوا د بلخ ولايت مزارشریف ښار په پنځمه، اوومه، نهمه او لسمه ناحیه کې ۸۸ بې‌سرپرسته کونډو ته د ګلدوزۍ او ۱۲ نورو ته د خیاطۍ مرکزونه جوړ شول.

د هغه په وينا یادو ښځو ته د یو میليون او ۲۱۹ زره افغانیو په مالي لګښت د خیاطۍ برخې هر زده‌کوونکې ته ۲۶ قلمه او د ګلدوزۍ برخې هرې زده‌کوونکې ته ۱۴ قلمه توکي هم سپارل شوي دي.

هغه زیاتوي، چې یادې ښځې به له درې میاشتنۍ حرفوي ښوونيزې دورې څخه وروسته په خپل ځان بسیا شي او په خپله به د خپلو کورنيو لپاره د ژوند نفقه برابروي.

د یادولو ده چې یاد نهه ښوونيز مرکزونه د قطر سرې میاشتې په مالي ملاتړ جوړ شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.