کابل (پژواک، ۸ مرغومې ۱۴۰۳): د بغلان امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په خنجان ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یوه کس خپل ژوند له لاسه ورکړی او شپږ تنه نور ټپیان شوي دي.
د بغلان امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې نن د دغه ولایت په خنجان ولسوالۍ اړوند سنګ تخته سیمه کې کې یوه سراچه ډوله موټر چپه شوی دی.
هغه وویل چې په دغه پېښه کې یوه کس خپل ژوند له لاسه ورکړی، د ښځو او ماشومانو په ګدون شپږ تنه نور ټپیان شوي دي.
سرچېنې لیکلي چې د پېښې ټپیان د خنجان ولسوالۍ روغتیایي مرکز ته لېږدول شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP